ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د ایران په مالي لګښت ۶۰ کیلومتره سړک جوړیږي

فراه کې د ایران په مالي لګښت ۶۰ کیلومتره سړک جوړیږي

author avatar
3 Nov 2021 - 17:51
فراه کې د ایران په مالي لګښت ۶۰ کیلومتره سړک جوړیږي
author avatar
3 Nov 2021 - 17:51

فراه (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۰): د فراه مرکز د دویم لین سړک د بیارغونې او قیر کولو چارې چې د فراه مرکز له ابو نصر فراهي بندر سره نښلوي او مخکني نظام کې یې درې ځله کار پیل خو بېرته بند شوی و، نن یو ځل بیا د ایران په مالي لګښت پیل شو.

د فراه مرکز_شیخ ابونصر فراهي بندر لویه لاره ۱۲۰ کیلو متره اوږدوالی لري، یاد بندر له ایران سره په پوله پروت دی.

د راپورونو له مخې د یاد سړک د قیرکولو او جوړولو چارې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شوې، د دې پروژې لس میلیونه ډالر لګښت ایران ورکاوه.

هغه مهال د یادې لارې لومړۍ برخه ( ۶۰ کیلومتره) جوړه شوه خو دویمه برخه (۶۰ کیلومتره) یې که څه هم درې ځلې یې پرانیسته وشوه خو د امنیتي ستونزو له امله یې چارې نیمګړې پاتې شوې.

نن یو ځل بیا د دغې لارې د دویمې برخې کار پیل شو.

د فراه مرستیال والي مولوي عبدالصمد فاروق د یادې پروژې په پرانیسته کې د دې پروژې د بشپړولو لپاره د ایران له مالي مرستو مننه وکړه او یاده لار یې نه یوازې د فراه خلکو بلکې د هېواد ټولو سوداګرو لپاره ارزښتناکه وبلله.

د فراه مسوولینو د دغې پروژې د امنیت د ټنیګښت ډاد ورکړ.

مرستیال والي وویل، د یاد سړک چارې به په ۱۸ میاشتو کې د یوه ایراني شرکت له لوري بشپړې شي.

د نقیب الله په نوم یوه موټر چلوونکی د دغې پروژې د کار پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه او وویل، د لارې د خراب والي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ و، هر ځل به مو ډېرې پیسې د موټرو په عوارضو مصرفولې.

Visits: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.