ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ښار د ماسټر پلان د تطبيق چارې پيل شوې

د ګردېز ښار د ماسټر پلان د تطبيق چارې پيل شوې

author avatar
8 Nov 2021 - 13:25
د ګردېز ښار د ماسټر پلان د تطبيق چارې پيل شوې
author avatar
8 Nov 2021 - 13:25

ګردېز (پژواک، ١٧ لړم ١٤٠٠): د پکتيا د ښاروالۍ مسوولين وايي، د ګردېز ښار د ماسټر پلان د تطبيق چارې يې پيل کړې چې له کوم ځنډ او خنډ پرته به پر مخ لاړې شي.

چارواکي وايي، د دغه ماسټر پلان په تطبيق سره به د ګردېز ښار پراخ او هم به ښاريانو او هټۍوالو ته زياتې اسانتياوې رامنځته شي.

د ګردېز ښاروال محمد شريف الهام پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دغه ښار ماسټر پلان د تطبيق چارې پنځه کاله وړاندې پيل شوې وې، خو د زورواکو، فساد او نورو ستونزو له امله يې چارې پر مخ نه وې تللې.))

نوموړي وويل چې په دغه ماسټر پلان کې د سړکونو جوړول، ښار ته نږدې د شاوخوا سلو کورونو نړول او په ښار کې د کوڅو جوړولو له لارې د مارکېټونو نښلول او يو شمېر نورې چارې شاملې دي.

الهام وايي، د دغه ماسټر پلان په تطبيق سره به د ګردېز ښار پراخ او هم به د نوو جوړېدونکو مارکېټونو او سوداګريزو ځایونو څخه زيات عوايد ښاروالۍ ته راټول شي.

د ګردېز د ښاروال الهام په خبره، هغه کورونه او نور عامه ځايونه چې د خلکو شخصي ملکيتونه دي، د استملاک له قانون سره سم هغوی ته بديل ځايونه ورکول کېږي.

دی وايي چې د ماسټر پلان په تطبیق کې د کورونو نړول او نورې چارې به په دغه کال کې بشپړې کړي او د سړکونو جوړول به په راتلونکي کال کې ترسره کړي.

له بلې خو د ګردېز ښاريان په ښار کې د ماسټر پلان له تطبيقه خوښ دي خو غوښتنه کوي چې په ښار کې دې د ښاريانو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.

د ياد ښار يوه اوسېدونکي او هټۍوال حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د ښار په ماسټر پلان خوشاله يو چې عملي کېږي، له دې سره ښار پراخېږي او لارې سړکونه له ګڼې ګوڼې څخه خلاصېږي.))

نوموړی وايي، له ښاروالۍ څخه مو غوښتنه دا ده چې د ښار د پاکۍ او د عامه خدمتونو لپاره کار وکړي.

دی وايي، د ګردېز ښاروالۍ له ښاره زيات عوايد ترلاسه کوي خو بېرته يې په ښار کې پر خدماتو نه مصرفوي.

خو چارواکي وايي چې له دې وروسته به د ښار د پاکوالي او د ښار د ښکلا لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.

Visits: 387

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.