ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکټرانو او درملو نشتوالي له امله د اروزګان د یو شمېر روغتونونو دروازې تړل شوې دي

د ډاکټرانو او درملو نشتوالي له امله د اروزګان د یو شمېر روغتونونو دروازې تړل شوې دي

author avatar
10 Nov 2021 - 13:51
د ډاکټرانو او درملو نشتوالي له امله د اروزګان د یو شمېر روغتونونو دروازې تړل شوې دي
author avatar
10 Nov 2021 - 13:51

ترینکوټ (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): د ارزوګان د دهراوود او خاص اروزګان ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په ولسوالیو کې یې روغتونونه شته، خو د ډاکټرانو او درملو د نشتوالي له امله یې دروازې د ناروغانو پر مخ تړلې دي.

هغوی زیاتوي، دغه وضعیت اړ کړي چې خپل عادي ناروغان هم د درملنې لپاره مرکز ترینکوټ ته بوځي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ د بازار سیمې یوه اوسېدونکي محمد نعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغلته د ولسوالۍ د روغتون ترڅنګ ګڼ نور روغتیايي مرکزونه هم شته خو یو هم فعالیت نه لري.

هغه زیاته کړه، کله چې ناروغان دغو روغتونونو ته مراجعه کوي نو ورته ویل کېږي چې ډاکټران نشته او درمل خلاص شوي دي.

د ده په خبره، دغې ستونزې خلک له سخت کړاو سره مخ کړي او اړ دي چې خپل عادي ناروغان مرکز ترینکوټ او یا نورو سیمو ته د درملنې لپاره بوځي.

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی شفیع الله وايي، کله چې په کور کې سخت ناروغ ولري نو اړ کېږي چې د درملنې لپاره یې مرکز ترینکوټ ته بوځي.

ده پژواک ته وویل، داسې ډېر وختونه راځي چې ناروغان د ولایت روغتون ته پر لار د ډېر واټن له امله ساه ورکوي او بېرته یې خپلو کورونو ته وړي.

دی وايي، میاشتې وشوې چې خلک له دغې ستونزې کړېږي خو تر اوسه یې د حل لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.

د دغې ستونزې په اړه د خاص اروزګان ولسوالۍ د روغتون یوه روغتیاپال سمیع الله چې د وینې په بانک کې دنده لري، پژواک ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې نه یوازې د درملو له نشتوالي سره مخ دي، بلکې ګڼو ډاکټرانو خپلې دندې هم پرې ایښې دي.

دی زیاتوي، د ولسوالۍ په دغه روغتون کې مخکې د نسايي ولادي، OPD، معایناتو، واکسین او ګڼې نورې څانګې فعالې وې او خدمات یې وړاندې کول خو اوس په ټپه درېدلې دي.

هغه زیاتوي، د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو د معاشاتو ناڅرګند برخلیک هغوی اړ کړل چې دندې پرېږدي او په پایله کې روغتون له دغه وضعیت سره مخ شي.

د خاص اروزګان ولسوال راشد مني چې په وروستیو میاشتو کې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات درېدلي او خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

ده پژواک ته وویل، له روغتون څخه يې وخت په وخت لیدنه کړې او شته ډاکټرانو ته یې لارښوونه کړې چې په ښه ډول د خلکو خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د ولسوالۍ د روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو ستونزې یې له مرکزي چارواکو سره شریکې کړي او له هغوی یې غوښتي چې د هواري لپاره یې جدي ګامونه واخلي.

د خاص اروزګان تر څنګ د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، روغتیايي مرکزونه شته خو خدمات نه وړاندې کوي.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد غني پژواک اژانس ته وویل، د دوی په ولسوالۍ کې هم روغتونونه شته خو ډاکټران او درمل نشته.

دی وايي، دغه حالت خلک له ناڅرګند حالت سره مخ کړي او له چارواکو د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د بېرته فعالیت غوښتنه کوي.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست سره په مالي او تخنیکي برخو کې د مرسته کوونکې موسسې MOVE . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.