ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«یونیسف هوکړه کړې چې د ښوونکو معاشونه ورکوي»

«یونیسف هوکړه کړې چې د ښوونکو معاشونه ورکوي»

author avatar
10 Nov 2021 - 17:37
«یونیسف هوکړه کړې چې د ښوونکو معاشونه ورکوي»
author avatar
10 Nov 2021 - 17:37

کابل(پژواک،۱۹ لړم ۱۴۰۰): په کابل ښار کې یو شمېر ښوونکو د معاشونو پر نه ورکړې اندېښنه څرګنده کړې او وایي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق دې ژر تر ژره د ښوونکو د معاشونو ورکړې په تړاو پر خپله ژمنه عمل وکړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال د لړم په ۱۲مه اعلان وکړ چې داسې یو پروګرام جوړوي چې له مخې یې په مستقیم ډول د افغان ښوونکو معاشونه ورکړي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د یونیسف د زده کړو مسوولې ژانت وګلار ویلي و چې یاده اداره د یوه سیستم پر جوړولو کار کوي چې د حکومتي چارواکو له مداخلې پرته ښوونکو ته په مستقیم ډول معاشونه ورکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت یوه سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله د یونیسف د دغه اقدام هرکلی وکړ خو وايي، یونیسف شرط وړاندې کړ چې د ښوونځیو د درسونو د پیلېدو په صورت کې د ښوونکو معاشونه ورکوي.

نوموړي وویل: ((د یونیسف دغه شرط موږ اندېښمن کړي یو، موږ اوس د ښوونیز کال په پای کې یو، امکان نه لري چې سږ کال ښوونځي پیل شي، خو پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځیو د نه پیلېدو لپاره هیڅ دلیل او پلان نه لري، د تخنیکي او ځینو نورو ستونزو د حل په صورت کې د نجونو د لېسې او متوسطې  دورې درسونه پیلېږي.))

د کابل ښار د نجونو د یوې لېسې ښوونکې سهیلا نوري پژواک سره مرکه کې وویل: ((۱۸ کاله کېږي چې زه تدریس کوم، څانګه کې دري ادبیات دي او کابل پوهنتون کې مې د دري ادبیاتو پوهنځی لوستی دی.))

نوموړې له اقتصادي ستونزو شکایت لري او وايي، درې میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی اخیستی، په ډېره سختۍ د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

هغې زیاته کړه: ((موږ ټول یوه کښتۍ کې سپاره شو، خو ښوونکي یا دولتي کارکوونکي هر څوک چې دولت کې کار کوي عاید یې یوازې همغه دولتي معاش دی، کله چې د دولت کارکوونکي ته معاش ور نه کړل شي په حقیقت کې ترې ډوډۍ اخیستل کېږي، پیسې ترې اخیستل کېږي او ژوند نه شي کولای.))

نوموړې، ښوونکي د ټولنې تر ټولو زحمت کش او زیان منونکې طبقه یاده کړه او ویې ویل، د دوی د معاشونو د ورکړې برخه کې باید جدي توجه وشي.

د هغې په خبره، ډېری ښوونکي اقتصادي ستونزې لري او ورځني لګښتونه یې په ډېرې سختۍ پوره کوي.

نوموړې زیاته کړه: ((موږ داسې ښوونکي لرو چې د ښوونځي مخې ته بې هوښه شول او وغورځېدل، کله مو چې ډاکتر ته انتقال کړل ډاکتر وویل چې له لوږې بې هوښه شوی، کله چې د ښوونکي وضعیت په دې کچه وي نو څرنګه یې حالت تعریف کړو، ټول په بد حالت کې دي ان د موټر کرایه قرض کوي.))

هغې چې د ځان او نورو ښوونکو له بد وضعیت شکایت درلود وویل: ((زما ګیله یوازې له افغان دولت نه ده… کله چې د غني حکومت سقوط وکړ او اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، پیسې چور شوې، بانکونه چور شول، د دولت خزانه تشه شوه، د افغانستان پیسې کنګل شوې، طبیعي ده چې د افغانستان اقتصاد فلج کېده.))

نورې یاته کړه: ((د مهربانۍ له مخې زما او نورو ښوونکو غږ نړیوالو، امریکا او نورو شریکانو ته یې ورسوئ چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د خپلو موخو لپاره زموږ هېواد ته راغلل، کله چې یې پروګرامونه او پلانونه پای ته ورسېدل لاړل او زموږ د خلکو پر ژوند یې لوبه وکړه ، زموږ خلک یې له ټولو ستونزو سره پرېښودل.))

هغې له امریکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي، د افغانستان پیسې له کنګل بهر کړي.

هغه د یونیسف له خوا ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې په اړه وايي: ((د نورو ښوونکو په استازیتوب د یونیسف له محترې ادارې مننه کوم، خو زموږ غوښتنه داده چې پر دې ژمنه یې عمل وکړي او ژر تر ژره زموږ د معاشونو د ورکړې برخه کې اقدام وکړي، تاسو باور وکړئ ډېری ښوونکي له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.))

په ورته مهال کابل ښار کې د نجونو د یوې لېسې سرښوونکې شفیقه مشفق وايي: ((نه پوهېږم له کومې یې پیل کړم او د بېچاره ښوونکو چې زما سره همکار دي کومې ستونزې ووایم، کابو ۳۰ ښوونکي زما سره هره ورځ اړیکه کې دي،  موږ ښوونکي هره ورځ په یوه نوې تراژېدۍ پیلوو، داسې تراژیدي چې بیان یې زما لپاره ډېر سخت دی، کله چې هر سهار د ښوونکو د حال پوښتنه کوم داسې ښوونکی نه ګورم چې حالت یې ښه وي.))

هغې زیاته کړه: ((پر الله (ج) باور وکړئ، داسې ښوونکي لرو چې کرایه نه لري او ډېر واټن پلی مزل کوي، په وږې ګېډه ښوونځي ته راځي… داسې ښوونکي شته چې په کرایې کور کې ژوند کوي، دوکاندار ورته پور نه ورکوي، د پلور لپاره څه نه لري او دولت یې هم پر وړاندې بې تفاوته دی.))

سرچینې لیکلي: ((یونیسف چې کومه ژمنه کړې تر اوسه معلومه نه ده، د نجونو د ښوونځيو په پیلېدو پورې مشروطه ده… حکومت  د نجونو ښوونځي نه پیلوي او ښوونکي بې برخلیکه دي.))

د مجاهد زېری

د سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن یوه خبري ناسته کې وویل: ((د ښوونکو د معاشونو په اړه غواړم زیری ورکړم.))

نوموړي زیاته کړه: ((له یونیسف سره خبرې شوې، دوی هوکړه وکړه چې ان شاالله زموږ د ښوونکو معاشونه د ملګرو ملتونو له لارې ورکول کېږي.))

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) ځواب ترلاسه کړي خو یادې ادارې تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.