ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیا کې د صنعتي پارک جوړولو چارې پيل شوې

په پکتیا کې د صنعتي پارک جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
14 Nov 2021 - 17:41
په پکتیا کې د صنعتي پارک جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
14 Nov 2021 - 17:41

ګردېز (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د پکتیا په مرګز ګردېز کې د صنعتي پارک جوړولو چارې پیل شوې چې د چارواکو په وینا صنعتکارانو او سوداګرو ته به په کې د پانګونې او کار زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین قاري محمد بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه صنعتي پارک په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ټولې هغه اسانتیاوې به ولري چې د یوه صنعتي پارک لپاره اړینې دي.

هغه زیاته کړه، په دغه صنعتي پارک کې به ۲۸۹ فابريکې جوړې شي خو د اوس لپاره ۱۶۰ صنعتکارانو ته ځمکې ورکړل شوې چې هغوی به په کې فابريکې جوړې کړي.

ده وویل، د صنعتي پارک په احاطه او پارک کې د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

دی وايي، د صنعتي پارک جوړولو چارې له نږدې څاري څو چارې یې په معیاري توګه مخ ته لاړې شي.

د پکتیا والي مولوي محمد علي جان وايي، د دغه صنعتي پارک له جوړولو سره به دغه ولایت د صنعت په مرکز بدل شي او زرګونو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

د پکتیا سوداګر او صنعتکاران په دغه ولایت کې د صنعتي پارک په جوړولو خوښي ښيي خو ځینې غوښتنې هم لري.

یوه سوداګر حاجي محمد ګردېزي پژواک ته وویل، چارواکي باید د نورو چارو تر څنګ په دغه پارک کې د برېښنا او اوبو د اسانتیا برابرولو غم وخوري.

د ده په خبره، که صنعتي پارک په معیاري توګه جوړ شي او ټولې اړتیاوې یې پوره شي نو ډېر سوداګر او پانګه وال به زړه ښه کړي چې دلته لویې او وړې فابریکې جوړې کړي.

دی وايي، پکتیا زیات سوداګر لري خو په خپل ولایت کې د ناسمو شرایطو له امله یې په نورو ولایتونو کې پانګونې کړې دي.

د يادولو ده چې په تېر حکومت کې د پکتيا د صعنتي پارک د جوړېدو چارې څو ځلې پیل شوې، خو بیا به ودرېدلې چې چارواکو یې د ځنډ لامل د ځمکو غصب، د برېښنا نشتون او نورې اداري ستونزې بللې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.