ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«که روغتیايي ستونزو او د کرونا ۴مې څپې ته تدابیر ونه نیول شي، ناورین رامنځته کېدای شي»

«که روغتیايي ستونزو او د کرونا ۴مې څپې ته تدابیر ونه نیول شي، ناورین رامنځته کېدای شي»

author avatar
15 Nov 2021 - 18:13
«که روغتیايي ستونزو او د کرونا ۴مې څپې ته تدابیر ونه نیول شي، ناورین رامنځته کېدای شي»
author avatar
15 Nov 2021 - 18:13

کابل(پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال د روغتیا برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالو تمویل کوونکو یې وغوښتل چې سیاست له روغتیا جلا کړي او په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالباري عمر نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې نړیواله ټولنه او د روغتیا نړیوال سازمان روغتیا سیاسي کړې او په دې برخه کې مرستې یې تر ټولو ټيټې کچې ته کمې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د ځينو هېوادونو لپاره ډېرې لږ مرستې شوې، خو سربېره پر دې هم هغه مرستې چې د روغتیا ځينو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو یې ژمنه کړې وه تر اوسه عامې روغتیا وزارت ته نه دي سپارل شوې.

نوموړي وویل: ((د نظام د بدلون، بانکونو د چور او چپاول او افغانستان د پانګې کنګل کېدو له امله ممکن نه ده چې دومره ژر د روغتیا برخه کې شته ستونزې حل شي.))

هغه زیاته کړه: ((په مخکني نظام کې د کرونا برخې معاشونه د نړیوال بانک له خوا ورکول کېدل، خو له بده مرغه چې اوس قطعه شوي دي.))

عمر له نړیوالې ټولنې او روغتیا نړیوال سازمان وغوښتل چې سیاست له روغتیا جلا کړي او د روغتیا برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کرونا ویروس د بېرته راګرځېدو په اړه اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي چې اوس هم کرونا ویروس نړۍ ګواښي، افغانستان باید د ژمي موسم کې له دې ویروس سره د مبارزې لپاره چې ښايي څلورمه څپه یې پیل شي تیاری ولري، خو عامې روغتیا وزارت له کرونا سره د مبارزې لپاره مالي امکانات او پوره تجهیزات نه لري.

د سرچینې په خبره، په دې برخه کې ټولنې مرستې هم بندې شوې دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.