ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د قبایلو عالي لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه

په کندهار ښار کې د قبایلو عالي لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه

author avatar
16 Nov 2021 - 17:35
په کندهار ښار کې د قبایلو عالي لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه
author avatar
16 Nov 2021 - 17:35

کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د قبایلو عالي لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

دغې لېسې پخوا په کرايي کور کې فعالیت کاوه چې اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCR له خوا د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.

د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې ریاست، د کډوالو نړیوال سازمان او د یو شمېر نورو ادارو چارواکو او استازو ګډون کړی وو.

د کندهار د پوهنې رییس مفتي قدرت الله الوصال له یو این ایچ سي ار څخه مننه وکړه چې دغه ودانۍ یې جوړه کړې ده او دغه راز یې د دغې موسسې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

هغه وویل، دوی هڅه کوي چې د وزارت او نورو موسساتو په مرسته نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

ده زیاته کړه، په کندهار کې د ښوونکو د معاشاتو ستونزه حل شوې او له نن څخه ورته د یوې میاشتې معاش حواله کېږي او دغه راز د ماليې وزارت ژمنه کړې چې د نورو دوو میاشتو معاشات به هم پر یوه ځای ښوونکو ته ورکړل شي.

ده دغه راز د نجونو د ښوونځیو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، تمه ده ډېر ژر له شپږم لوړ ټولګي هم پيل شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې د نجونو د ښوونځيو موضوع یې له وزارت سره شریکه کړې ده، دوی پر داسې یوه پلان کار کوي چې څنګه نجونې په ښه توګه پرته له کومې ستونزې ښوونځيو ته لاړې شي او زده کړې وکړي.

دغه راز دغې غونډې ته د UNHCR سیمه ییز مسوول محمد پروېز جلیلي وویل، دغه اداره لا هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د بې ځایه شوو تر څنګ په نورو برخو کې هم مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، د یو این ایچ سي ار لپاره اوس کاري ساحه پراخه شوې ځکه پخوا امنیتي ستونزو د دوی کاري ساحه تنګه کړې وه.

ده خبر ورکړ چې له دې سره به یې په مرستو کې زیاتوالی هم راشي.

د سیمي اوسېدونکو خوښي وښودله چې د قبایلو لېسې لپاره مجهزه ودانۍ جوړه شوې ده.

د ۹مې ناحیې اوسېدونکي عبدالقادر پژواک ته وویل، مخکې زده کوونکو په کرايي کور کې زده کړې کولې چې د ځای د تنګوالي له امله له ستونزو سره مخ وو.

دی وایي، اوس به زده کوونکي په ښه ډول زده کړې وکړي او په ښوونځي کې د دوی لپاره د لوبو کوچنی میدان هم شته چې د دوی د تفریح لپاره ګټور دی.

له هغه وروسته چې په هېواد کې طالبان واک ته رسېدلي په ښوونځیو کې د زده کړو بهیر پڅ شوی او د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه لوړ ټولګي په اکثره ولایتونو کې لا هم بند دي.

Visits: 143

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.