ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناسم تړون له امله حکومت ته هر کال ۲۳،۷ میلیونه افغانۍ زیان اوړي

د ناسم تړون له امله حکومت ته هر کال ۲۳،۷ میلیونه افغانۍ زیان اوړي

author avatar
24 Nov 2021 - 17:46
د ناسم تړون له امله حکومت ته هر کال ۲۳،۷ میلیونه افغانۍ زیان اوړي
author avatar
24 Nov 2021 - 17:46

کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې پېښور کې د افغانستان د یو شمېر هټیو د کرایې ناسم تړون له امله، دا مهال حکومت ته هرکال څه باندې ۲۳،۷ میلیونه افغانۍ زیان اوړي.

دغه راز د هټیو د څو میاشتې کرایه هم په داسې حال کې حکومت ته نه ده ورکړل شوې، چې د رشوت ورکولو ادعاوې هم شوي او د ځینو سندونو له مخې، حکومت د کرایه ورکوونکي پوروړی دی او هغه غواړي چې حساب ورسره وشي.

د افغان بیلډینګ ودانۍ تړون

افغان پخواني پاچا محمد نادر شاه په ۱۳۰۸ لمریز کال کی پېښور ته د سفر پر مهال د پېښور په قصه خوانۍ سیمه کې سوداګریزې ځمکې وپېرلې او په ۱۳۱۴ کال کې له یادو ځمکو پر ۱۲ بیسوې یوه ودانۍ «افغان بیلډینګ» جوړه کړه او د افغانستان د وخت شاهي دولت سوداګریزه څانګه په کې پرانیستله.

دغه ودانۍ دا مهال په کرایه ورکړل شوې.

پژواک خبري اژانس د یادې ودانۍ د کرایې تړون کاپي ترلاسه کړې چې ښيي، دا ودانۍ د سوداګرۍ او صنعت وزارت یوه پلاوي تر څارنې لاندې، سید عبدالله پاچا ته د ۱۳۸۲ لمریز کال د چنګاښ له ۱۱ مې د دوو کلونو لپاره د میاشتې په ۶۱ زره پاکستانیو کلدارو په کرایه ورکړل شوې ده.

د تړون له مخې، کرایه ورکوونکی مکلف دی چې د یادې ودانۍ کرایه د میاشتې په ختمېدو یا د بلې میاشتې تر پنځمې نېټې ورکوي او هر کله چې د افغانستان حکومت د یادې ودانۍ پر ځای د نوې ودانۍ جوړلو پلان درلود نو کرایه ورکوونکی باید تر یوې میاشتې پورې دغه ودانۍ تخلیه کړي.

دغه راز د تړون په بله ماده کې راغلي چې د یاد ملکیت مالیه به پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ اړوند د التجاري وکالت ادارې – چې د دغه ځای مسوولیت لري- په غاړه وي.

د یو بل سند کاپي له مخې، د یاد تړون د غځولو لپاره د سوداګرۍ او صنعت وزارت یوه پلاوي له ارزونو وروسته د ۱۳۸۵ لمریز کال د وري په ۲۹ مه پرېکړه کړې چې دغه تړون د لس سلنې کرایې په لوړولو سره تر هغه د غځېدو وړ دی چې حکومت د یادې ودانۍ پر ځای د بلې ودانۍ د جوړېدو پرېکړه کوي.

د دغې پرېکړې له مخې، د یادې ودانۍ میاشتنۍ کرایه  ۶۷ زره او ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې کېږي.

هټۍ ۵۸ برابره په ټیټه بیه کرایه شوي

افغان بیلډینګ ودانۍ درې پوړه لري. پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ یوه سرچینه د دغې ودانۍ د هټیو شمېر ۳۳ ښیي خو هغه کس چې دا هتۍ یې په کرایه نیولي، ۲۷ یادوي.

پاکستان کې د افغانستان حکومت یاده باوري سرچینه وايي چې یادې هټۍ په ډېره ارزانه بیه په کرایه ورکړل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال په یاده سیمه کې یوه هټۍ د میاشتې له سل زرو تر ۲۰۰ زره کلدارو په کرایه ورکول کېږي نو دې ته په پام د افغان بېلډینګ ودانۍ باید له څلور تر پنځو میلیونو کلدارو پورې کرایه جوړه کړي.

د قیصه خوانۍ بازار یوه هټیوال پژواک ته وویل چې هلته د هټیو کرایې د هغو پراخوالي او موقعیت ته پام توپیر کوي، خو ده له کلونو راهیسې څلور په درېیو مترو کې یوه هټۍ په ۱۱۰ زره کلدارې کرایه کړې ده.

دی وايي، د ځینو هټیو کرایې تر دې هم لوړې دي.

پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ یوه بله سرچینه هم تاییدوي چې یاده ودانۍ په ډېره ارزانه بیه د پخواني ولسمشر حامدکرزي پر مهال د هغه د یوه فرمان له مخې په کرایه ورکړل شوې ده.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وايي:”د دوکانونو کرایې ډېرې ناچیزې دي؛ دولت ترې کافي عواید نه شي تر لاسه کولی او سید عبدالله پاچا د مخکنیو کرایو له مدرکه هم پوروړی دی.”

یادو شمېرو او څرګندونو ته په پام، د افغان بېلډینګ ته څېرمه یوه هټۍ په منځۍ کچه تر ۱۳۰ زره کلدارې په کرایه نیول کېږي، نو په منځنۍ کچه د دېرشو هټیو ټوله میاشتنۍ کرایه درې میلیونه او ۹۰۰ زره کلدارو ته رسيږي.

دغه شمېرې ښيي چې یادې هټۍ د بازار اوسنیو یادو بیو ته په پام ۵۸ برابره په داسې حال کې ارزانه په کرایه ورکړل شوي چې د کرایې د تړون په اړه د ۱۳۸۵ کال په پرېکړه کې راغلي چې په تړون کې شامله کرایه تر هغه د اجرا وړ ده چې حکومت د یادې ودانۍ پر ځای د نوې ودانۍ د جوړېدو پرېکړه وکړي.

په تړون کې ټولې هټۍ په څه باندې ۶۷ زره کلدارې ورکړل شوي. دغه ټولیزه کرایه د بازار اوسنیو بیو ته په پام ۵۸ برابره ټیټه ده. دغې محاسبې ته په پام ویلی شو چې که یادې هټۍ د بازار په اوسنۍ بیه په کرایه ورکړل شي، نو له دې لارې میاشتني عواید درې میلیونه او ۹۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو (څه باندې دوه میلیونه او ۱۶ زرو افغانیو) ته رسيږي چې د کال نږدې ۲۴ عشاریه دوه میلیونه افغانۍ کیږي.

د دولتي املاکو د تړونونو په تګلاره کې راغلي چې د تړون میعاد باید څرګند وي، خو د یادو هټیو د تړون موده د ودانۍ تر ویجاړېدو پورې ښودل شوې او څرګنده نه ده چې دغه ودانۍ به کله ویجاړیږي او پر یاده ځمکه به بله ودانۍ جوړیږی او یا به د نورو چارو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

د حقوق پوهانونو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي چې د مدني قوانینو او د سوداګرۍ اصولنامې له مخې که د یاد تړون له امله خلکو او حکومت ته ضرر رسیږي او اختلاس ثابت شي، نو په دې مسئله کې ښکېل کسان تر عدلي تعقیب لاندې راتللی شي.

هغه وویل، یاده قضیه ډېرې څېړنې ته اړتیا لري ترڅو د قضیې نور ابعاد هم روښانه شي.

د رشوت ادعا

یاده سرچینه ادعا کوي چې سید عبدالله پاچا د افغان بیلډینګ په ودانۍ کې له یوه دوکان څخه تر سل زرو پورې کلدارې کرایه اخلي، خو بیا یې هم له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان حکومت ته کرایه نه ده ورکړې.

هغه تور لګوي چې پاچا د پېښور قونسل او نورو حکومتي چارواکو ته رشوت ورکوي او په وروستیو کې یې د نوي سرپرست حکومت ځینو کسانو ته هم د پېښور شېراز هوټل کې مېلمستیا کړې وه؛ ځکه ورته څوک څه نه وايي.

خو پاچا هغه تورونه ردوي چې ګواکې ده رشوت ورکړی او وایي چې د دغه ځای یوه روپۍ نه ده خوړل شوې، حکومت یې له لس میلیونه ډېرې کلدارې پوروړی دی او له همدې امله غواړي چې حساب ورسره وشي.

دی د قونسلګرۍ پر مخکنيو چارواکو تور لګوي وایي:«خاینین، رشوت خواره، … او له تعلیمه کم وو.»

پاچا وایي چې د یادو هټیو ټاکل شوې کرایه یې تر ۱۳۹۰ کال پورې ورکړې او له هغه وروسته یې د وخت د چارواکو په خوښه د کرایې په بدل کې د یاد ملکیت کلنۍ مالیه ورکړې او نور لګښتونه یې هم کړي دي.

هغه زیاتوي:”ځینو پاکستانیو په وکیل التجاري حاجي امان خیري باندې عریضه وکړه، هغه لرې شوی و، خو ټوله مسئله زما سر ته پاتې وه؛ چون د عزت خبره وه او د بیت المال د حفاظت خبره وه، نو ځکه مې له عدالته (محکمې) فیصله واخیسته، له همدې امله مې مسوولینو ته وویل چې دغې فیصلې لپاره مې وکیل نیولی و، زما مصرف شوی، مالیه مې ورکړې او جریمې مې تحویل کړي؛ د کرایې په پرتله زما مصرف ډېر شوی. ما ورته ویل چي ما سره حساب وکړئ خو دوی نه حاضرېدل.”

د ده په وینا، د افغان بېلډينګ ۲۷ خونې له ده سره په شوي تړون کې شاملې دي چې شپږ خونې یې د یو کال لپاره پښتني سوداګریز بانک، شپږ خونې یې د شپږو کلونو لپاره وکالت التجاري څانګې، شپږ خونې یې د یو کال لپاره د کډوالو ریاست او شپږ خونې یې د یو کال لپاره د ترانسپورټ مدیریت په واک کې وې او کرایې یې هم نه دي ورکړي.

هغه ادعا کوي چې د وکالت التجارې څانګې شپږ کاله له مرکزي حکومته د یادو شپږو خونو کرایه اخیستې خو ده ته یې نه ده ورکړې.

د پاچا لګښتونه په کرایه که نه دي معاوضه شوي

پېښور کې د افغانستان قونسلګري د ۱۳۹۷ کال د سلواغې د ۱۸ مې نېټې یوه مکتوب کې – چې بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی – راغلي چې د سوداګرۍ وزارت تر اوسه د پېښور قصه خواني اړوند افغان بېلډينګ د ملکیت مالیه نه ده تحویل کړې او دغه مالیه پاچا تحویل کړې او د تېرو وکیل التجارانو په حکم یې پنځه میلیونه، ۵۹۸ زره او ۳۴۲ کلدارې نورې هم لګولې دي.

د سند له مخې، وزارت تر اوسه د پاچا یادې پیسې په کرایه کې نه دي معاوضه کړي.

پژواک دغه موضوع د بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت او سوداګرۍ وزارت سره شریکه کړه خو تر اوسه (د لیندۍ درېیمه) یې معلومات نه دي ورکړي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 667

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.