ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارزونه: جوزجان کې د نساني ولادي برخې ۴۵ سلنه ستونزې حل شوې دي

ارزونه: جوزجان کې د نساني ولادي برخې ۴۵ سلنه ستونزې حل شوې دي

author avatar
2 Dec 2021 - 15:34
ارزونه: جوزجان کې د نساني ولادي برخې ۴۵ سلنه ستونزې حل شوې دي
author avatar
2 Dec 2021 - 15:34

شبرغان( پژواک، ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۰): د جوزجان د اندیشمندو ځوانانو ټولنې شبرغان ښار کې یوه خبري ناسته کې خبر ورکړ چې جوزجان ولایت کې د نسايي ولادي برخې ۴۵ سلنه ستونزې حل شوې دي.

د “ټولنیزې ارزونې موندنې” په نوم نننۍ خبري ناسته د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې(UNDP ) په مالي مرسته جوړه شوې وه. د ولایتي امانتدارۍ شبکه په جوزجان ولایت کې د ښې حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ په تخنیکي ملاتړ له رضاکاره ډلو جوړه شوې ده او د جوزجان د اندیشمندو ځوانانو ټولنې په دغه پروګرام کې اجرایوي رول درلود.

دې ټولنې د روان کال په وري میاشت کې د جوزجان ولایت د عامې روغتیا د ارزونې چارې پیل کړې وې، دغه بهیر د وروستیو جګړو له امله ــ د روان کال له زمري میاشتې مخکې ـــ وځنډېد خو د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو وروسته بېرته پیل شوی.

د یادې ټولنې مرستیال سید مسعود حسیني په نننۍ خبري ناسته کې وویل، دغې ټولنې جوزجان ولایت کې د عامې روغتیا اړوند نسايي ولادي برخه کې شته ستونزې ارزولې دي.

د حسیني په خبره، په دې ارزونه کې نسايي ولادي برخه کې شته ستونزې او امکانات پېژندل شوي او له اړوند چارواکو سره یې شریک کړي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، ۴۵ سلنه هغه ستونزې چې مخکې په دې برخه کې موجودې وې حل شوې دي.

د هغه په خبره، په حل شوو ستونزو کې د شریني په نوم له ښځو ناروغانو د پیسو اخیستل او د ناروغانو د پایوازانو د اوسېدو لپاره د مناسب ځای نه موجودیت او ځینې نور موارد هم شامل دي.

دغه راز حسیني وايي، پر ټاکلي وخت د نسايي ولادي برخې کارکوونکو د معاشونو نه ورکول د دې ارزونې د کار بله برخه وه چې له چارواکو سره شریکه شوې او حل شوې ده.

دی زیاتوي چې د ولایتي ادارو په نورو برخو کې هم د ځینو رضاکارانو او مدني ټولنې او رسنیو د فعالانو له لارې د ټولنیزو چارو برخه کې د دغه بنسټ ارزونې دوام لري.

د شبرغان ښار د امانتدارۍ شبکې رییس سید رسول سادات چې د دغې ټولنې یوه برخه ده، نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دغه بهیر کې د یاد بنسټ رول داوطلبانه همکاري ده او دا چې اجراییوي رول نه لري، نو نه شي کولای پر مسوولینو څه تحمیل کړي.

خو هغه زیاته کړه: “موږ د موجوده ارزونو تر څنګ، د عدالت غوښتنې پروګرامونه هم په لاره اچوو څو مطلوبې پایلې ترلاسه کړو.”

د امانتدارۍ شبکې د روغتيايي مرکزونو د څارنې مسووله زهرا سعيدي وايي، د عامې روغتيا په برخه کې د ارزونې مطلوبو پايلو له ترلاسه کولو وروسته به د دغه ولايت په نورو ادارو کې هم ارزونې پیل کړي.

هغې زیاته کړه: “موږ ژمن یو چې خپل کارونه پراخ کړو څو دا مسایل په دولتي ادارو کې مثبتو اغېزو لامل شي.”

سعيدي له خلکو وغوښتل چې په ادارو کې د مثبتو بدلونونو په راوستلو او د فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د عید محلې کلي د روغتیايي مرکز ناظر او د دغه کلي اوسېدونکي خال محمد یادې ټولنې ته په راپور کې لیکلي:”دغه روغتیايي کلینیک د جوزجان په عید محله کلي کې موقعیت لري، له اوږدې مودې راهیسې خلکو او مراجعینو د کلینیک له کادري برخې شکایت درلود او موږ هم د دې موضوع شاهدان وو، خلکو شکایت درلود چې په اجباري ډول یې له ناروغانو او پایوازانو د شریني په نوم ۴۰۰ افغانۍ اخیستې او خلکو هم دغه پیسې ورکولې.”

هغه لیکلي چې د یادې ټولنې تر فعالیت وروسته نه یوازې دا بلکې په یاد کلینیک کې ډېرې نورې ستونزې هم حل شوې دي.

د دغه راپور په پای کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم لاسلیک کړی دی.

د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره مبارزه اوس یوه نړیواله پدیده ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې فساد په هر هېواد اغېزه کوي؛ خو اسناد ښیي چې له دې پدیدې تر ډېره بېوزله خلکو ته زیان رسیږي.

فساد د پرمختیایي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د قانون د پلي کولو پر وړاندې ګواښ دی، د بشري حقونو ترپښو لاندې کولو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت له منځه وړي، دغه راز د جرمونو ترسره کولو ته لار هواروي او د انسان د ژوند خوندیتوب ته خطر پېښوي. فساد د زیاتې بې ثباتۍ او فقر لامل دی.

Visits: 137

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.