ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلوشې حسن د ښځو له حقونو د دفاع برخه کې د هیلري کلنټن جایزه واخیسته

پلوشې حسن د ښځو له حقونو د دفاع برخه کې د هیلري کلنټن جایزه واخیسته

author avatar
7 Dec 2021 - 00:12
پلوشې حسن د ښځو له حقونو د دفاع برخه کې د هیلري کلنټن جایزه واخیسته
author avatar
7 Dec 2021 - 00:12

کابل (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان د ښځو روزنیز مرکز مشرې پلوشې حسن د ښځو حقونو خوندیتوب، سولې او امنيت ټینګښت په برخو کې د هڅو له امله امریکا کې د هيلري رودام کلينټن جايزه واخیسته.

د امریکا په متحده ایالاتونو کې د جورج ټاون انسټيټيوټ نن (دوشنبه) د افغانستان د ښځو روزنیر مرکز (AWEC) مشرې پلوشې حسن او د نړۍ پنځو نورو هغو ښځو ته – چې د ښځو حقونو ساتنې په برخه کې یې له لاسته راوړنو ډکې هلې ځلې کړې وي –

د هیلري رودام کلینټن جایزې ورکړې. یاده جایزه هر کال د جورج ټاون انسټيټيوټ له خوا هغو ښځو ته ورکول کېږي چې د مشرتابه په کچه یې د ښځو حقونو خوندیتوب، د سولې او امنیت ټينګښت په برخو کې ځانګړې لاسته راوړنې لرلې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري رودام کلینټن د ۲۰۲۱ اېوارډونو ورکړې په مراسمو کې وویل، دا خوښه ده چې د ښځو، سولې او امنیت برخو کې د ښو لاسته راوړنو لرلو له امله د نړۍ شپږو مېرمنو ته د جورج ټاون انسټيټيوټ کلنۍ جایزه ورکوي.

دې وویل، بشري حقوق او د ښځو حقوق باید د ټولو لپاره وي، او په دې اړه یې پرهر ټریبون کې غږ کې پورته کړې ده.

هغې زیاته کړه، چې پلوشه حسن په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د یوې مهمې ادارې مشري په غاړه لري او په سختو شرایطو کې د خپل هیواد د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوي.

میرمن کلنټن وویل ، هیله لري چې یوه ورځ دوی بیرته افغانستان ته وګرځي او هلته خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

پلوشه حسن د یادې جایزې له ګټونکو ده. هغه د انګلستان له یارک پوهنتون څخه له جګړې وروسته د بیارغونې په مطالعاتو کې ماسټري لري؛ د متحده ایالاتو د سولې په انسټیټیوټ کې یې کار کړی او له ۱۶ کلونو راپدېخوا افغانستان کې د ښځو حقونو ساتنې او په حکومت کې د ښځو ونډې اخیستو لپاره کار کوي.

پلوشې حسن د “روزانه”، “مددګار” او عرفان کلتوري مرکز په نومونو مختلفې ادارې له ښځو سره د مرستو او د هغوی حقونو د تأمین په موخه جوړ کړي؛ د افغان ښځو د شبکې له بنسټ اېښودونکو ده او له څو کلونو راهیسې د افغانستان د ښځو روزنیر مرکز مشري هم په غاړه لري. هغه په ۲۰۰۵ز کال کې د سولې نوبل جایزې ته په زرو نوماندانو کې وه او د اروپا د پارلمان له خوا د بشري حقونو ملاتړ لپاره د سخروف جایزې د ګټونکو وروستي پړاو ته بریالي شوې وه.

Visits: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.