ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېر حکومت په وروستیو کې نږدې۷۸۶ زره ډالر تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږدول شوي

د تېر حکومت په وروستیو کې نږدې۷۸۶ زره ډالر تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږدول شوي

author avatar
16 Dec 2021 - 16:27
د تېر حکومت په وروستیو کې نږدې۷۸۶ زره ډالر تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږدول شوي
author avatar
16 Dec 2021 - 16:27

کابل (پژواک،۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰): چارواکي وايي چې د تېر حکومت په وروستیو کې شاوخوا ۷۸۶ زره امریکايي ډالر په «تېروتنې» سره تاجکستان ته لېږدول شوي، خو د یو شمېر سرچینو په خبره یادې پیسې په قصدي ډول لېږدول شوې او د سفارت له حسابه هم ایستل شوې دي.
یو شمېر کسان ادعا کوي چې یادې پیسې د سفارت د لګښتونو په نوم لېږدول شوې، خو تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر د تېر حکومت د ولسمشرۍ ریاست له لومړي مرستیال امرالله صالح سره په همغږۍ د سفارت له بانکي حسابه ایستلې دي.
له امرالله صالح سره د پژواک اړیکه ټینګه نه شوه او اغبر هم په دې اړه روښانه ځواب ور نه کړ.
«پیسې په تېروتنې سره سفارت ته لېږل شوې»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې چې د روانې (لیندۍ) میاشتې په لومړۍ نېټه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی راغلي: ((د مالیې وزارت د روان کال د لړم په ۲۴ نېټه د ۱۸۰۱ شمېرې لیک ته په پام او د سیاسي نمایندګۍ د معاشونو شعبې د ۱۴۰۰ مالي کال د درېیمې ربعې د روغتیايي بیمې او معاشونو سوابقو د کتنې له مخې د روان کال د زمري ۲۱ مې نېټې د ۱۶۱۲ شمېرې حوالې او د روان کال د زمري د لسمې نټېې د م ــ ۴۱ جدول د ۳۹۶ شمېرې معاشونو په وسیله (۶۹۲۲۲۶۲ افغانۍ) چې معادل یې (۸۷۲۹۲.۰۸) ډالر کېږي د یادې نمایندګۍ د سیمه ییزو کارکوونکو او ډپلوماتانو د روغتیايي بیمې او معاشونو لپاره مالیې وزارت ته لېږلې وې، خو مالیې وزارت (۷۸۵۶۲۸) امریکايي ډالر په تېروتنې سره د نمایندګۍ حساب ته لېږلي دي.))
په یاد مکتبوب کې تاجکستان کې د افغانستان له سفارت څخه غوښتنه شوې چې ۷۸۵۶۲۸ امریکايي ډالر چې په تېروتنې سره د مالیې وزارت له خوا د دغې نمایندګۍ د معاشونو حساب ته لېږدول شوې ژر تر ژره د افغانستان بانک کې د دولت د وارداتو حساب ته انتقال شي.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل هم پژواک ته وویل چې یاد نږدې ۷۸۶ زره امریکايي ډالر د تېر حکومت له سقوط څو ورځې مخکې په تېروتنې سره تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوي دي.
تېر حکومت د روان کال د زمري په ۲۴ مه سقوط شو او د اوسني سرپرست حکومت ځواکونه کابل ته داخل شول.
حقمل په تېروتنې سره د یادو پیسو د لېږد د څرنګوالي په اړه وايي، مخکې هم دغه ډول تېروتنې کېدې چې یا د مالیې وزارت په غوښتنه د یاد وزارت حساب ته انتقالېدې یا د راتلونکو میاشتو له تخصیص څخه منفي کېدې.
د هغه په خبره، تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته د لېږل شوو پیسو په برخه کې هم له دې قاعدې استفاده کېږي.
«پیسې په قصدي توګه سفارت ته لېږل شوې»
خو په تاجکستان کې د افغانستان سفارت یو کارکوونکي چې په دې وروستیو کې له دندې کوښه شوی او نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي وايي، یادې پیسې د تېر حکومت په وروستیو ورځو کې د معاشونو، بېمې او راتلونکو درېیو کلونو د لګښتونو په نوم تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږدول شوې وې.
هغه ادعا کوي چې لېږل شوې پیسې «په تېروتنې سره نه وې، بلکې په قصدي ډول لېږل شوې، د امرالله صالح د بهرنیو چارو وزارت له پیل تر مالي او اداري مسوول پورې» په کې ښکېل دي.

«پیسې د سفارت له بانکي حساب څخه ایستل شوې»
د سفارت د یاد کارکوونکي په خبره، تاجکستان کې د افغانستان سفیر د تېر حکومت د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح سره په همغږۍ یاد پیسې تاجکستان کې له بانک څخه ایستلې دي.
د ځينو راپورونو له مخې، امرالله صالح او د تېر حکومت یو شمېر نور چارواکي اوس مهال تاجکستان کې دي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت یاد کارکوونکی ادعا کوي چې د دغه سفارت عایدات هم په وروستیو میاشتو کې کابل ته نه دي لېږل شوي، ۳۰ تر ۴۰زره امریکايي ډالر چې له دې درکه د سفارت حساب ته جمع شوي هم د اغبر له خوا له بانک څخه ایستل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د یاد سفارت بانکي حسابونه تړل شوي دي.
یوې بلې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط یاده موضوع تاییدوي.
په ورته وخت کې یو بل سند ښيي چې تاجکستان کې د افغانستان سفارت مالي رییس جواد شعله د دغه سفارت مقام ته لیکلي چې نوموړي د ۱۳۹۸ کال د کب له اوومې نېټې څخه د روان کال د تلې تر ۱۴مې نېټې د یاد سفارت د مالي او اداري برخې مسوولیت درلود او په دې وخت کې یې له مرکز څخه یاد سفارت ته د بېلا بېلو پیسو او لېږدول شوو مالي تخصیصاتو ډېره برخه مصرف کړې او مجرایي یې هم اخیستې ده.
هغه په یاد لیک کې لیکلي: ((خو د سفارت په بانکې حساب کې یوه اندازه هغه پاتې پیسې چې د نوموړي د دندې تر پای ته رسېدو پورې د سفارت حساب ته زیاتې شوې وې، د حساب د بندېدو د اندېښنې او مقابل بانک (خلیق بانک) د تړل کېدو له امله د سفیر په شفاهي امر له حسابه وایستل شوې. دا چې په مالي او اداري برخه کې زما دنده پای ته رسېدلې په ډېر درنښت وړاندیز کوم چې زما د مسوولیت پر مهال د ټولو اداري او مالي برخو د عدم مسوولیت برخه کې لازم حکم وکړئ.))
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د سفارت له حسابه د یادو پیسو د ایستلو په اړه وايي: ((دا پیسې رسمي دي، له رسمي ادرسه انتقال شوې، که نن وي یا سبا زموږ سفارت فعالېږي، په هغه صورت کې به اغبر که هر ځای وي مجبور دی یادې پیسې بېرته تادیه کړي.))
پژواک خبري اژانس دغه موضوع د واټس اپ له لارې له محمدظاهر اغبر سره شریکه کړه او پیغام یې ترلاسه کړی چې په هغه کې د پیسو د انتقال او تاجکستان کې له بانک څخه د ایستلو په اړه له ځواب ورکولو پرته راغلي: ((د طالبانو لیک او نظام موږ ته رسمیت نه لري، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د ولسمشرۍ ریاست سرپرست عملا فعال دي، تاجکستان کې د افغانستان سفارت په ټولو مواردو کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشرۍ ریاست د سرپرست د امر مطابق دندې ترسره کوي، په ټولو مواردو کې ورسته مسوولیت لري.))
پژواک هڅه وکړه په دې اړه له امرالله صالح سره هم خبرې وکړي خو له نوموړی سره اړیکه ټینګه نه شوه.

Visits: 588

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.