ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې په ۱،۵ میلیونه افغانۍ شخصي پانګونه مسلخ جوړ شو

پکتیکا کې په ۱،۵ میلیونه افغانۍ شخصي پانګونه مسلخ جوړ شو

author avatar
18 Dec 2021 - 12:43
پکتیکا کې په ۱،۵ میلیونه افغانۍ شخصي پانګونه مسلخ جوړ شو
author avatar
18 Dec 2021 - 12:43

ښرنه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د یوه کس په شخصي پانګونه مسلخ جوړ او پرانیستل شو.

دغه مسلخ د دوو میاشتو په موده کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د ښرنې ښاروال مولوي ناصر هلال د یاد مسلخ د پرانيستې پر مهال وویل چې له دې سره به نور د څارویو د غوښو صحي څارنه وشي او ښار به له چټلیو پاک شي.

هغه زیاته کړه، په راتلونکي پسرلي کې دوی هم پلان لري چې یو مجهز دولتي مسلخ جوړ کړي.

د ښرنې اوسېدونکی اجمل باور چې په خپل شخصي لګښت یې دغه مسلخ جوړ کړی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کار یې د خپل ملي احساس له مخې کړی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد مسلخ یې د دوو میاشتو په موده کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړی دی.

دی وايي، مسلخ یې د ښرنې ښار له قصابانو سره په همغږۍ جوړ کړی او له دې وروسته به غوښه د مسلکي ډاکټرانو له څار وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

د ښار قصابان پر دغه کار خوښ دي او وايي چې د څارویو حلالولو لپاره ورته د لومړي ځل لپاره مناسب ځای جوړ شو.

د محمد ولي په نوم یوه قصاب پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې قصابانو د څارویو حلالولو لپاره مناسب ځای نه درلود چې له امله یې د ښار چاپېریال هم ککړېده.

دی وايي، په دغه مسلخ کې د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې شته چې د وخت په تېرېدو به لا ډېرې شي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې دغه مسلخ په داسې حال کې جوړېږي چې خلکو له ډېره وخته د څارویو د غوښو د صحي څار او د څارویو حلالولو لپاره د یوه ځانګړي ځای غوښتنه کوله.

Visits: 464

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.