ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د معتادينو درملنې ته پاملرنه زياته شوې

په بلخ کې د معتادينو درملنې ته پاملرنه زياته شوې

author avatar
19 Dec 2021 - 16:21
په بلخ کې د معتادينو درملنې ته پاملرنه زياته شوې
author avatar
19 Dec 2021 - 16:21

مزارشريف (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۱۴۰۰): د بلخ سيمه ييز مسوولين وايي چې په مرکز مزارشريف ښار کې يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې ته پاملرنه زياته کړې ده.

د دوی په وينا، دمګړۍ شاوخوا زر تنه معتادين د درملنې په لسو کمپونو کې تر تداوۍ لاندې دي چې د چارواکو په وينا دغه چاره به نوره هم ګړندۍ کړي.

له دې سره د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې وروستيو ورځو کې د ښار له سړکونو ټول معتادين ټول شوي چې ورسره د ښار په ټولنيز وضعيت کې هم مثبت بدلون راغلی دی.

په بلخ ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسوول قاري رمضان پژواک ته وويل چې دمګړۍ په مزارشريف ښار کې د روږدو کسانو د درملنې برخه کې لس کمپونه فعاليت لري.

هغه زياته کړه چې په دغو کمپونو کې شاوخوا زر تنه معتادین تر درملنې لاندې دي.

نوموړی زياتوي: ((۴۰۰ کسان تازه مجاهدينو له ښاره راټول کړل او دغو کمپونو ته يې د درمنلې لپاره وسپارل، ټوله هڅه دا ده چې د دغو خلکو درملنه وشي.))

هغه همدا راز وويل،هغو کسانو سره به سخت چلند وکړي چې پر معتادينو نشه يي توکي پلوري.

په ورته مهال د بلخ د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر اسدالله حکيمي چې د ولايت مقام او نورو اړونده ادارو استازو سره يې مزار کې د معتادينو له يو شمېر کمپونو ليدنه کوله وويل چې دوی د روږدو کسانو د روغتيايي سلامتيا لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.

د هغه په خبره، روږدو کسانو ته د درملنې په يادو مرکزونو کې د اوسېدو مناسب ځای او درې وخته خواړه هم په نظر کې نيول شوي دي.

د حکيمي په وينا، د درملنې په کمپونو کې يو شمېر داسې روږدي کسان شته چې د اعتياد تر څنګ ځينې نورې ناروغۍ هم لري او د بلخ عامې روغتيا رياست د يادو ناروغيو درملنې لپاره هم ځانګړې پاملرنه لري.

ذبيح الله د مزارشريف اوسېدونکی دی چې دمګړۍ په مزارشريف ښار کې د آرامش په نوم د روږدو کسانو يوه کمپ کې تر درملنې لاندې دی.

هغه پژواک ته وويل چې شاوخوا ۱۳ کاله يې د معتادۍ په ژوند کې سختۍ ګاللې دي.

نوموړی اوس خوښ دی چې د درملنې وروستۍ ورځې يې دي او په دې توانېدلی چې د نشه يي توکو اعتياد پرېږدي.

هغه وويل: ((په پيل کې به مو له ملګرو سره له شوقه يو دود دوه دوده څکول، وروسته بيا ورو ورو معتاد شوم، داسې وخت راغی چې له کوره هم ووتم او شپه او ورځ به په سړکونو او ډېرانونو پروت وم؛ خو د خدای شکر ادا کوم چې خدای پاک دوباره ژوند راکړ.))

ذبيح الله وايي چې د مزارښار له قبرستاني سيمې نيول شوی او د درملنې دغه مرکز ته راوړل شوی دی.

له دې سره د بلخ ولايت د بشري سرچينو رييس مولوي محمد شفيق محمود چې د معتادينو له کمپونو د ليدنې پلاوي غړی دی وايي، په ټوله کې مزارشريف کې د روږدو کسانو د درملنې لړۍ د قناعت وړ ده.

هغه زياتوي چې ځينو معتادينو د خوراکي توکو برخه کې واړه شکايتونه درلودل چې له مسوولينو سره په هماهنګۍ به ورته رسېدنه وشي.

نوموړی وايي چې بلخ ولايت مقام له خپلو امکاناتو په استفادې هڅه کوي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.