ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارواپوهان: د ټولنيزې سولې د تبليغاتي پروګرامونو په پراخېدو سره په هېواد کې سوله تامينېږي

ارواپوهان: د ټولنيزې سولې د تبليغاتي پروګرامونو په پراخېدو سره په هېواد کې سوله تامينېږي

author avatar
19 Dec 2021 - 18:11
ارواپوهان: د ټولنيزې سولې د تبليغاتي پروګرامونو په پراخېدو سره په هېواد کې سوله تامينېږي
author avatar
19 Dec 2021 - 18:11

قلعه نو (پژواک ۲۹ ليندۍ ۱۴۰۰): يو بادغيسی ارواپوه په ټولنه او کورنيو کې د تاوتريخوالو او اختلافاتو مهم لامل رواني فشارونه او څلور لسيزې جګړه ګڼي او وايي چې ټولنيزه سوله هغه وخت ټینګيږي چې په دې اړه د پوهاوي پروګرام پراخ شي.

د باغیس په مرکز قلعه نو ښار کې د روږدو درملنې روغتون، رواني څانګه کې مؤظف ډاکټر محمد انور روستايي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې خلک څلور لسيزې جګړې دومره تر فشار لاندې راوستي چې ډېر شمېر هېوادوال بې حوصلې، تند مزاجه او تاوتريخجن شوي او له دې امله يو د بل پر وړاندې له حوصلې کار نه اخلي او په  ټولنه کې ستر اختلافونه او تاوتريخوالي رامنځه کېږي.

د نوموړي په خبره، د نړۍ په ډېری هغو هېوادونو کې چې جګړې يې تجربه کړې، ترسره شويو څېړنو ثابته کړې چې د جګړې له ختمېدو وروسته ډېری وګړي له رواني ستونزو کړېږي، په ټولنه او کورنيو کې يې ډېر تاوتريخوالی موجود وي.

هغه چې کار يې تر ډېره رواني ناروغانو ته مشورې ورکول دي، وويل چې ده ته هره ورځ ډېر شمېر داسې ناروغان مراجعه کوي چې د جګړو، ناامنۍ، اقتصادي ستونزو له امله ورته روحي ستونزې پيدا شوې

سرچينه وايي، رواني ناروغان منفي فکر لري، حوصله يې کمه او لانجه غوښتونکی وي او مقابل لوری کم درک کوي، په پايله کې يې  د کورنۍ د غړو، دوو کورنيو او يا څو کورنيو ترمنځ، دوو قومونو، دوو کليو ترمنځ جنجالونه جوړېږي او بلاخره ټولنیزه سوله خرابېږي.

نوموړی زياتوي: ” که د دې تاوتريخوالو او لانجو لامل وڅېړل شي، ښکاره به شي چې په لانجو کې يو شمېر ښکېل کسان رواني ستونزې لري.”

روستايي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: “ډېری ناروغان چې ماته راځي، د سختو تاوتريخوالو له امله يې روحي وضعيت سخت اغېزمن شوی، ځينې يې آن د لېونتوب په ناروغۍ اخته شوي او ځينې نورو نشه يي موادو ته مخه کړې ده.”

د هغه په وينا، که په کور او ټولنه کې ارامي نه وي او بېلا بېل تاوتريخوالي وي، ناوړه پايلې به ولري.

دغه روانشناس وايي: “تاوتريخوالي که کورني وي او که قومي، رواني ستونزې رامنځته کوي، ځينې وخت خلک د دې تاوتريخوالو له  امله ځان سوځوي او آن قتل کوي، ماشومان ډېر زيانمنېږي او زه د يوه ډاکټر په توګه له ټولو خلکو څخه د زغم غوښتنه کوم.”

نوموړی د تاوتريخوالو حل او مخنیوی په دې کې ويني چې د رواني درملنې پروګرامونه او د تاوتريخوالو د بدو پايلو په اړه د پوهاوي کچې لوړېدو پروګرامونه دې ډېر شي.

ده وويل، خلک دې سولې، يو او بل منلو، صبر او زغم ته وهڅول شي، له تاوتريخوالو د ځان ساتنې او يو د بل پر وړاندې درېدو څخه دې منع کېدو ته وهڅول شي، ځکه د ټولنيزو او کورنيو لانجو او جنجالونو يواځينی لامل د زغم او صبر نه لرل او يو د بل پر وړاندې درېدل دي.

د هغه په باور، په تصويري، چاپي او غږيزو رسنيو، جوماتونو او تکيه خانو کې د پوهاوي پروګرامونو جوړول اغېزمن تمامېدای شي.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.