ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه څرګندونې چې مولوي انصاري د خطبې له ویلو منعه شوی، ناسمې دي

هغه څرګندونې چې مولوي انصاري د خطبې له ویلو منعه شوی، ناسمې دي

author avatar
19 Dec 2021 - 17:56
هغه څرګندونې چې مولوي انصاري د خطبې له ویلو منعه شوی، ناسمې دي
author avatar
19 Dec 2021 - 17:56

کابل(پژواک،۲۸ لیندۍ ۱۴۰۰): ځايي سرچينې هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د هرات ولایت د امربالمعروف استازي، مولوي مجیب الرحمن انصاري د جمعې د لمانځه له خطبې ویلو منعه کړى، سرچینې وايي چې ځينې کسان غواړي د علماوو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کړي.

ادعا:

مولوي مجیب الرحمن انصاري په هرات کې د خواجه عبدالله انصار جامع جومات امام او د افغانستان له مشهورو عالمانو څخه دی.

هغه د تېر حکومت پر ضد توندې څرګندونې کړې دي. نوموړي ويلِي و چي پوليس او پوځ په پخواني نظام کې په کار کولو سره د لويې ګناه مرتکب کېږي. انصاري د ټولنې له ټولو قشرونو غوښتي و چې له مخکني نظام سره همکاري ونه کړي.

په ورته مهال، رزاق مامون پر خپله وبلاګ پاڼه لیکلي چې مولوي مجیب الرحمن انصاري له منبر څخه منع شوی دی.

هغه چې وبلاک یې له ۶۶زره ډېر لیدونکي لري، لیکلي: «هغه څوک چې د طالبانو پر وړاندې یې جګړه حرامه ګڼله؛ هغه په خپله حرام ته منتسب شو. دوه ورځې وړاندې مجیب الرحمن انصاري غوښتل چې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د خواجه عبدالله انصار جومات ته لاړ شي ‎او د جمعې د لمانځه خطبه ووایي. خو کله چې منبر ته ولاړ، په هرات کې د امربالمعروف وزارت استازي له خوا يې مخه ونيول شوه… دغه راز پر انصاري ټينګار وشو چې له دې وروسته به هيڅکله داسې تېروتنه ونه کړي.»

د مامون دغه لیکنه لسګونو کسانو د ټولنیزو رسنیو له لارې له نورو سره شریک کړې ده.

حقیقت موندنه:

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فريد احمد ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه اوازې چې ګواکې مولانا مجيب الرحمن انصاري د هرات د امربالمعروف ریاست له لوري د جامع جومات له امامته منعه شوى، په بشپړه توګه بې بنسټه دي.

هغه زیاته کړه چې په ټولنه کې «ځینې ناوړه» کسان شته چې غواړي په یو ډول د علماوو او حکومت تر منځ واټن پیدا کړي او یا هم د خلکو د فکري اندېښنې لامل شي.

نوموړي دغه راز وویل: «د هرات علما په ځانګړې توګه مولانا انصاري ته د دې ولایت ټولې ملکي او نظامي ادارې ډېر درناوي لري چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي هرات ته د سفر په ترڅ کې د درناوي په موخه د انصاري دارالعلوم علوم او د هغه استوګنځي ته ورغی.»

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکی فقیراحمد فیاض هم هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې مولانا انصاري د خطبې له ورکولو منعه شوی و او ویې ویل چې انصاري د هرات د سیمه ییزې ادارې او اوسېدونکو ملاتړ لري.

پایله: په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپریږي چې ګواکې د هرات د امربالمعروف استازي، مولوي مجیب الرحمن انصاري د جمعې د لمانځه له خطبې منعه کړی؛ خو سیمه ییزې سرچینې دغه څرګندونې اوازه او بې بنسټه بولي.

پرېکړه: مولوي مجیب الرحمن انصاري په هرات کې د خطبې له ویلو نه دی منعه شوی.

Visits: 730

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.