ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان دوه میاشتو کې د جلغوزیو له صادراتو ۱۶ میلیون ډالر ترلاسه کړي

افغانستان دوه میاشتو کې د جلغوزیو له صادراتو ۱۶ میلیون ډالر ترلاسه کړي

author avatar
21 Dec 2021 - 12:03
افغانستان دوه میاشتو کې د جلغوزیو له صادراتو ۱۶ میلیون ډالر ترلاسه کړي
author avatar
21 Dec 2021 - 12:03

کابل (پژواک، ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰): د چین بهرنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې دغه هېواد ته له افغانستانه د رسېدلو جلغوزیو عواید له ۱۶ میلیون ډالرو اوړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند لي جیان ژاو(Lijian Zhao) تېره ورځ په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د روان میلادي کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له افغانستانه دغه هېواد ته ۲۶ چارټر شوې الوتکې جلغوزي انتقال شوي دي.

دی وايي، له دغه مدرکه افغانانو له ۱۶میلیون امریکايي ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه چې چین د افغانستان د اقتصادي بیارغونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

سرچینې نه دي ویلي چې په یاده موده کې چین ته څومره جلغوزي رسېدلي، خو یوه میاشت وړاندې کابل کې د چین سفیر ویلي و چې یوازې په شلو ورځو کې ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو له لوري د شاوخوا لس میلیارد ډالرو پانګې کنګل کېدو او ځینو نورو محدودیتونو افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخ کړی دی.

Views: 208

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.