ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سونیا احمدي: زموږ په هېواد کې داسې خلک شته چې له سولې ساتنه وکړي

سونیا احمدي: زموږ په هېواد کې داسې خلک شته چې له سولې ساتنه وکړي

author avatar
21 Dec 2021 - 18:06
سونیا احمدي: زموږ په هېواد کې داسې خلک شته چې له سولې ساتنه وکړي
author avatar
21 Dec 2021 - 18:06

هرات (پژواک،۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د سونیا احمدي په نوم هراتۍ مېرمن چې په وررستیو پنځو کلونو کې یې په هېواد کې د سولې لپاره هڅې کړې وایي چې هېواد کې د سولې ساتنې، کورني تاوتریخوالي او د ټولنیزو اختلافونو د کموالي لپاره دې په ملي کچه دې هڅې وشي.

د ښځو او سولې برخې فعاله سونیا احمدي چې د هرات پوهنتون له ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي څخه فارغه ده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پنځو کلونو راهیسې یې د ښځو او سولې برخه کې خپل فعالیتونه په رسمي ډول پیل کړي دي.

دې ځوانې ښځې د سولې لپاره هغه مهال هڅې پیل کړې چې محصله وه، وایي:« په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې داسې جذابې وې چې زه یې د خپلو فعالیتونو  دوام ته مجبورولم، په دې برخه کې مې ورځ تر بلې په دېر شوق کار کاوه.»

د هغې په خبره ۱۳۹۶ کال نه وروسته د هرات، فراه، او بادغیس په ډېری ولسوالیو کې یې د بهرنیو تمویل کوونکو په همکارۍ له ۱۵۰ نه زیات روزنیز سیمینارونه د جوړ کړي چې د دې ټولو پروګرامونو تمرکز د سولې پر څرنګوالي او د شخړو په هواري و.

هغه د شخړو د هواري او سولې برخه کې پر خپلو فعالیتونو خوشاله ده او وايي دغه کار ورته د هېواد دننه او بهر د حرفه یي زده کړه زمینه برابره کړه.

هغه چې تر یادو فعالیتونو وروسته د ټولنیزې سولې پروګرام له خوا جذب شوې زیاته وي:« په ټولیز ډول د دې لامل شوو چې د شخړو هواري او سولې مضمون د هرات پوهنتون رسمي مضمون شي؛ په دې حوزه کې درسي کتاب د هرات پوهنتون د کادري استادانو له خوا جوړ شو، دا د ټولنیزې سولې برخه کې د افغانستان د نورو دولتي پوهنتونونو لپاره الګو او پوهنتونونو کې د رسمي مضمون په توګه تدریس شو.»

احمدي وایي د یاد فعالیت دوام د دې لامل شو چې د ځوانانو، محصلانو، ښځو په برخه کې د ټولنیزې سولې ډلې جوړې او مدیریت شي، هغه وتوانېدله چې مسوولیتونه یې څو سازمانونو کې په بریالیتوب ترسره کړي.

هغه زیاتوي په دغه موده کې د هرات پوهنتون د سولې مطالعاتو د مرکز ارشد غړې، هرات کې د مدیوتیک ځوانانو شبکې (ټولنیزې سولې حوزه) کې د سیمه ییزې همغږې کوونکې، د ښځو او سولې شبکې د مشرتابه بورد غړې، د افغانستان د سولې لپاره د ځوانان او نوي نسل  د تماس ګروپ د مشرتابه ګروپ غړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سولې څانګې د رهبرۍ غړې او د ځوانانو  نړیوال سازمان د افغانستان برخې د رهبرۍ غړې وه، د دغو ټولو بنسټونو فعالیتونه د سولې رامنځته کول و.

نوموړې په ډاګه کړه: « زما د فعالیتونو اصلي موخه دا وه چې د سولې په برخه کې دوه مسالې تقویه کړم یوه: ټولنیزه سوله؛ دوېیم: هېواد کې د سولې ټینګښت برخه کې د ښځو رول.»

هغې د سولې په اړه د سیمینارونو او روزنیرو دورو په اړه وویل: « ټولې ناستې مو د سولې د ټینګښت لپاره کولې، داسې سوله مو غوښته چې په هغې کې د ځوانانو او ښځو د هغه حقونو ساتنه وکړو چې الله ج ورکړي دي، د داسې سولې ټینګښت په اړه مو خبرې کولې چې د افغانستان خلکو غوښته، نه هغه سوله چې زموږ ۲۰ سیاسیون یې غواړي.»

هغې پر سیمینارونو او روزنیزو دورو سربېره د کورنیو ترمنځ د اختلافاتو په ځينو قضیو کې هم منځګړتوب کړی او د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې یې دغه قضیې حل و فصل شوې دي.

نوموړې د مثال په ډول وایي:« یوې همکارې یې خبر ورکړ چې په ښار کې یې یوې ملګرې په تازه واده کړی او له کورنيو ستونزو سره مخ شوې، زه او دوه درې نور همکاران د هغوی کور ته لاړو، د هغې تازه واده شوې له خواښې او کورنۍ سره مو خبرې وکړې د تازه واده شوې ناوې کورنۍ ټولې خبرې ومنلې کېدای شي چې دغه تاوتریخوالي په یوه غټ جنجال اوښتی وای خو د الله (ج) او همکارانو په مرسته حل شو.»

هغه په دې باور ده چې د سولې جوړښت د انسان له ضمیر څخه پیلیږي او کولای شي د ټولنې له وړو ټولنیزو ډلو لکه کورنۍ، ښوونځي او جومات کې راټولېدنې، د کار ځای او سیمه، ولسوالۍ، ښار او ولایت او بالاخره هېواد او نړۍ بڼه خپله کړي، یعنې د هغې جوړښت له ښکته پورته کچې ته دی.

احمدي هېواد کې د پایدارې او پراخې سولې ټینګښت په تمه وايي، داسې خلک شته چې سوله ټینګه کړي او ساتنه یې وکړي.

هغه له ټولو خلکو غواړي چې د سولې ساتنې، کورنيو او ټولنیزو اختلافاتو په کمولو کې په انفرادي، ډله یز او ملي شکل هڅې وکړي.

 

Visits: 311

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.