ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د بېوزلۍ له منځه وړل، د دوامداره سولې او ثبات لامل کېږي»

«د بېوزلۍ له منځه وړل، د دوامداره سولې او ثبات لامل کېږي»

author avatar
22 Dec 2021 - 18:08
«د بېوزلۍ له منځه وړل، د دوامداره سولې او ثبات لامل کېږي»
author avatar
22 Dec 2021 - 18:08

فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): ریزه ګول، هغه ښځه چې د پخواني نظام له پرځېدو وروسته یې کوچنی کاروبار پیل کړی، وايي اوس په ارام زړه کار کوي او د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي هیله لري.

دغې مېرمنې له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې د څه دپاسه څلورو لسیزو جګړو او ناامنيو له امله په ميليونونو افغانان له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ شوي او په سلګونو زره نور په هېواد کې دننه بې ځايه شوي دي.

ځينې سرچینې د دغې جګړې د قربانیانو شمیر له یو میلیون، ځينې نورې دغه شمېر تر دوو میلیونو بولي. دغه راز د یادې ویجاړوونکې جګړې په پایله کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه وګړي (د ټول نفوس ۱۳.۹ سلنه) کسان معلول شوي او دا مهال د هېواد له نيمايي ډېر نفوس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د فراه د سيداباد د کلي اوسېدونکې رېزه ګل چې خاوند یې اته کاله د پخواني نظام په چوکاټ کې د پولیسو په لیکو کې کار کاوه، وویل: «میړه مې د اشرف غني په وخت کې د پولیسو منسوب و، کوم معاش یې چې درلود، ښه ژوند مې پرې روان و او چا ته محتاج نه وو.»

هغه چې ویل یې خاوند يې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د مخکني حکومت له پوليسو سره یوځای شوی و، زیاته کړه: «له هغې ورځې چې پولیس شو، هره ورځ یې د مرګ د خبر په تمه وم، ځکه چې جنګ و.»

د هغې په ​​وينا، د پخواني نظام له پرځېدو‎ وروسته يې خاوند بېکاره شو او ان د خوراک لپاره یې ډوډۍ هم نه درلوده.

رېزه ګل وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې دوه ځلې د ايران له پولې تېر شوي، خو بيا هم بېرته راګرځول شول او هېواد ته راستانه شول او له دې امله چې ناوړه ورځې پرې راغلې وې، مېړه دوه ځلې د ځان وژنې پرېکړه کړې وه.

نوموړې په ژړغوني اواز وویل: «هر سهار به مې مېړه ښار ته د کار په هیله ته او ټول ماشومان به په دې هیله وو چې پلار مو په ډکو لاسونو کور ته راځي، خو مېړه به مې په خواشینی او خجالت خپلۍ کورنۍ ته راته، تر دې چې ما په خپله کار شروع او په ډېره کمه بودجه مې د ډېرو عوایدو کار پیل کړ.»

هغې وويل: «زه د خپل ګاونډي کور ته ورغلم او ٥٠٠ افغانۍ مې ترې پور کړې او  زوى ته مې وويل چې ٢٥٠ افغانیو راته کچالو واخلي…. همغه شپه مې ټول کچالو جوش کړل او سهار تر پنځو بجو مې ډېر سمبوسې ترې جوړې او خپل خاوند او ۱۲ کلن زوی جواد جان ته مې ورکړې چې خرڅې یې کړي، همغه وو چې مېړه مې خوشحاله کور ته راغی او کار مو له همغه ځایه پیل شو.»

نوموړې وویل، اوس د سمبوسو د خرڅلاو ترڅنګ اچار او ترشي هم برابروي او پلوري چې له محتاجۍ خلاص شوي دي.

هغه خپلو اولادونو ته په اشارې وویل: «غواړم چې تجارت مو وده وکړي، ښه ژوند ولرو چې وکولای شو د اولادونو تعلیم ته رسيدګي وکړو، ترڅو د دوی ټولو راتلونکی روښانه وي، هم خپل ځان او هم هېواد ته خدمت وکړي.»

رېزه ګل حکومت مسوول ګڼي چې د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په ځانګړې ډول د بې سواده کسانو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل کړي.

هغه چې بېوزلي او بېکاري د ټولنې په کچه د تاوتريخوالي او اختلاف ‎اصلي لامل بولي، له حکومته غواړي چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي.

هغه د خپلې دې خوښي لامل د مخکني سیاسي نظام سقوط بولي او وایي: «اوس چې سوله راغلې، په ارام زړه ژوند کوم؛ ځکه چې نور د خپل مېړه د وژل کېدو اندېښنه نه لرم، یو کوچنی تجارت مو پیل کړی او هیله لرم چې زما اولادونه په ارامه فضا کې زده کړې وکړي او روښانه راتلونکی ولري.»

هغې په پای کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا په یوه ناامنه او بې ثباته هېواد بدل شي.

Visits: 239

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.