لښکرګاه (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې دوه انسان تښتوونکي- چې ورور او خور دي- نیول شوي دي.
دغه کسان تېره شپه د مارجې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې نیول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد انسان تښتوونکي په اصل کې د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي دي.
هغه زیاته کړه، د شاه ولي په نوم دغه انسان تښتوونکي د خپلې خور په مرسته په مارجې ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلۍ د خپل کور له مخې تښتولې وه.
دی زیاتوي، امنیتي ځواکونو د ماشومې د ورور په مرسته دواړه تښتوونکي د دې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې نیولي او تښتول شوې ماشومه یې خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.
نوموړی وايي، له نیول شوو کسانو یوه اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
د هغه په خبره، دغه کسان په نادعلي ولسوالۍ کې بندیان دي چې له پلټنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
دا څویم ځل دی چې په مارجې ولسوالۍ کې انسان تښتوونکي نیول کېږي.
څه موده مخکې دوه انسان تښتوونکي چې د دې ولسوالۍ په دښت سیمه کې یې دوه موټر چلوونکي وژلي وو هم نیول شوي وو.
Visits: 506
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن