ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان خلک د مرستو غوښتنه کوي

د جوزجان خلک د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
27 Dec 2021 - 18:10
د جوزجان خلک د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
27 Dec 2021 - 18:10

شبرغان (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د جوزجان سیمه ییزې سرچینې په داسې حال کې د دغه ولایت منګیجک ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو ته د بشري مرستو د وېش خبر ورکوي چې یو شمېر کورنۍ د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د جوزجان ولایت د سرې میاشتې رییس قاري صدرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې اړمنو او جګړه ځپلو کورنیو ته تیارې شوې مرستې د مخکنۍ سروې له مخې وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې یادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا،بوره او وچ چای شامل دي چې نن د منجګجک ولسوالۍ اوسېدونکو ته ووېشل شوې.

هغه زیاتوي: «د جوزجان ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د یادو مرستو د وېش او جذب لړۍ دوام لري.»

خو د منګجک ولسوالۍ د عباس کي اوسېدونکي محمد جوره وايي: ((له دې امله چې د سرې میاشتې ریاست یاد خوراکي توکي زموږ لپاره د ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړل خوشاله یو او تر یوې کچې زموږ ستونزه حلوي، خو زموږ لویه ستونزه د سرپناه نشتون دی، ځکه موږ خپل کورونه تېر کال د مخکني حکومت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې له لاسه ورکړي وو.))

نوموړي په ډاګه کړه چې ولسوالۍ ته نږدې د خلکو د استوګنې کورونه موجود و، د راکټ او توپ د مرمیو په وسیله ویجاړ شوي او څوک یې د بیارغونې توان نه لري.

هغه له مرستندویه موسسو غواړي چې د کورونو په بیارغولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د دې ولسوالۍ د بوساغه کلي اوسېدونکی بیرم قل وايي: ((موږ بېچاره او دربدر خلک یو چې له کلونو جګړې وروسته د ارام ساه اخلو، خو کور نه لرو، کورونه مو جګړو کې ویجاړ شوي. موږ یې د بیارغونې توان نه لرو.))

هغه روښانه کړه، دا لومړی ځل دی چې دې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو د مرستې محموله رسېږي او د جګړې له امله زیانمنو خلکو ته وېشل کېږي.

نوموړی وايي: ((خو د یادو موادو وېش کولای شي د یوې میاشتې لپاره زموږ لپاره بسنه وکړي، موږ غواړو اوسنی حکومت راته د کار زمینه برابره کړي، څو وکولای شو د ځان لپاره د سبا او بل سبا توښه برابره کړو.))

خو د سرې میاشتې رییس وايي: ((موږ د خلکو ستونزې له ولایت سره شریکوو او د دوی لپاره تر دې ډېر کار نه شو ترسره کولای.))

منګجک ولسوالي د شبرغان ښار ختیځ پنځه کیلومترۍ کې پرته ده او د مخکني حکومت پر مهال تر دوو میاشتو ډېره د وخت د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا کلابنده وه.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.