ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان خلک د بشري مرستو وېش پروسه کې له بې عدالتۍ شکایت کوي

د بامیان خلک د بشري مرستو وېش پروسه کې له بې عدالتۍ شکایت کوي

author avatar
27 Dec 2021 - 12:40
د بامیان خلک د بشري مرستو وېش پروسه کې له بې عدالتۍ شکایت کوي
author avatar
27 Dec 2021 - 12:40

بامیان (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د بامیان ولایت ځيني اوسېدونکي ادعا لري چې د مرستندویو موسسو له خوا د بشري مرستو په وېش کې بې عدالتي او فساد موجود دي.

د بامیان مرکز یوه اوسېدونکي حسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاد ولایت کې د مرستو وېش لړۍ کې بې عدالتي روانه ده؛ ځکه د هغه په باور، هغه خلک د مرستو مستحق ګڼل کېږي چې کوم خپل، قومي او ملګری یې مرستندویو سازمانو کې کارکوونکی وي.

حسن زیاته کړه: «ما تر اوسه مرسته نه ده ترلاسه کړې؛ ځینو کمو خلکو چې د WFP، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له خوا چې کومې مرستې وېشل شوې، ترلاسه کړې دي. په بامیان کې اړو خلکو ته مرستې نه وېشل کېږي، بلکې د مرستو په وېش کې فساد او خوېش خوري موجوده ده.

حسن د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو او بېکاري هم شکایت لري د هغه په خبره د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د لوړېدو سره د بامیان بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي دي

د بامیان د پنجاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی نجیب هم وایي چې دی او زرګونه نور خلک د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله هره ورځ د مرستندویه موسسو دروازو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ولاړ یو، خو د مرستو هيڅ درک نشته.

هغه په مایوسۍ سره زیاتوي: «ځيني مرستندویه بنسټونه له مشخص قوم سره مرسته کوي چې دا کار بې عدالتي ده، غربت قومیت نه پېژني، باید د ټولو قومونوغریب خلک له مرستو برخمن شي.»

د بامیان د مرکز دوه اوسېدونکې بختاور او معصومه چې هره ورځ د مرستو ترلاسه کولو لپاره خیریه موسسو ته مراجعه کوي، وایي چې د بامیان سیمه ییز چارواکي او مرستندویه موسسې دې د مرستو د وېش په برخه کې تجدید نظر وکړي او عدالت دې ټینګ کړي.

د هغوی په خبره، که مرستې د قومیت، واسطې او ملګرتیا پر اساس کېږي، نو په بامیان کې به سلګونه بېوزلې کورنۍ تلف شي.

بختاورې او معصومې زیاته کړه: «څو ورځې مخکې یې یوه ګاونډي د بېوزلۍ له امله خپل دوه نیم کلن ماشوم وپلوره، زموږ ماشومان هم د لوږې  له ګواښ سره مخ دي، که موږ ته مرستې ونه رسېږي له یخنۍ او لوږې به تلف شو.»

یادې بېوزلې وایي چې له سیمه ییزې ادارې او خیریه موسسو د مرستو ترلاسه کولو په ترڅ کې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا رټل او ان وهل او ښکنځل کېږي.

د بامیان د استخباراتو رییس مولوي مهدي د ملي او نړیوالو مرستندویو موسسو ځيني کارکوونکي «تبعیض پاله او ناصالح» یاد کړل.

هغه له موسسو وغوښتل چې دوی دې خپل تشکیل «لغوه» کړي څو د بامیان خلکو ته له تبعیض پرته یو شان مرستې ورسېږي.

مهدي وایي: «د مرکزي سیمو ځیني هېوادوال په تېرو نظامونو کې د تبعیض له امله، د هېواد د نورو وګړو په پرتله په بېوزلۍ کې پاتې دي او عاجلو مرستو ته اړ دي.»

د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیف الرحمان محمدي هم د بامیان د اوسېدونکو د اندېښنو په تایید چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته په عادلانه ډول مرستې نه دي وېشل شوې او د وېش پروسه کې یې فساد موجود دی، وایې: «په لومړي سر کې بې نظمۍ وې، هرې موسسې او بنسټ پر خپل سر سروې ترسره کولې او مرستې یې وېشلې، خو اوس خپله والي د مرستو د وېش له پروسې څارنه کوي او په جدي ډول هڅه کوي څو اړمنو ته مرستې پر وخت ووېشل شي.»

د محمدي په خبره، تر اوسه د بامیان سلګونو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو، جامو، د نغدو پیسو او پخلنځي لوښو مرستې ورکړل شوې او دغه پروسه دوام لري.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس تاییدوي چې د مرستو د وېش پروګرام د امنیت ټيګښت له امله ممکن د اسلامي امارت ځواکونو له خوا  د بامیان اوسېدونکي له بد چلند سره مخ شوي وي خو د اسلامي امارت امنیتي کسان ځیني وخت اړ کېږي دغسې چلند وکړي.

Visits: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.