ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر ۱۴۵۲ کورنیو د ۳۸۴ زره ډالرو نغدي مرستې وېش پيل شو

هلمند کې پر ۱۴۵۲ کورنیو د ۳۸۴ زره ډالرو نغدي مرستې وېش پيل شو

author avatar
29 Dec 2021 - 16:59
هلمند کې پر ۱۴۵۲ کورنیو د ۳۸۴ زره ډالرو نغدي مرستې وېش پيل شو
author avatar
29 Dec 2021 - 16:59

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر ۱۴۵۲ جنګ ځپلو کورنیو د ۳۸۴ زره او ۷۸۰ امریکايي ډالرو نغدي مرستې وېش پیل شو.

دغه نغدي مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCRله خوا چمتو شوې چې د وېش چارې یې د HRDA موسسې او کډوالو چارو ریاست له خوا ترسره کېږي.

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي پژواک خبري اژانس ته وویل، پر ۱۴۵۲ جنګ ځپلو او بې ځایه شوو کورنیو د ۳۸۴ زره او ۷۸۰ امریکايي ډالرو د وېش لړۍ نن پیل شوه چې تر راتلونکو درېیو ورځو به بشپړه شي.

هغه زیاته کړه، دغه کورنۍ د یوې رڼې سروې په پایله کې په نښه شوې چې د تېرو جګړو له امله زیانمنې شوې او له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.

دی وايي، هرې کورنۍ ته به ۲۶۵ ډالر ورکړل شي څو وکولای شي د ژمي په دې موسم کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

ده ډاډ ورکړ چې اړو کورنیو ته د نغدي مرستې چیکونه د ګومارل شوې کمېټې له خوا د استخباراتو ادارې د مسوولینو په حضور کې ورکول کېږي.

د جنګ ځپلو او بې ځایه شوو کورنیو په استازولۍ قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سلګونه دغه کورنۍ نه یوازې د تېرو جګړو له امله له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوې دي، بلکې له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دي.

نوموړي له مرستندویه ادارو مننه وکړه چې د دوی لاسنیوی کوي، خو غوښتنه یې وکړه چې له دوی سره دې نورې مرستې هم وشي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په هلمند کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

اړوند چارواکي وايي، د مرستندویه ادارو له خوا به له اړو کورنیو سره مرستې دوام ولري.

 

Visits: 311

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.