د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت: له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۲۰ زره سوالګر راټول شوي
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د روان کال مرغومي میاشتې تر ۶ مې نیټې له کابل ښار څخه ۲۲ زره او ۱۲۵ سوالګر یې راټول کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د روان کال مرغومي میاشتې تر ۶ مې نیټې له کابل ښار څخه ۲۲ زره او ۱۲۵ سوالګر یې راټول کړي دي.
د غزني د قرهباغ ولسوالۍ اړوند «میرخان» سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره هیڅ ښوونځی نه لري.
د خوست د صبريو یعقوبیو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د جوړ شوي ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره لېندۍ میاشت کې د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۴۷۳ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۷ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.
په امریکا کې د سختې یخنۍ او واورې توپان له امله د مړو شمېر له ۶۰ کسانو څخه اوښتی؛ بلخوا زرګونه الوتنې لغوه او میلیونونه خلک له برېښنا بېبرخې شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې «له غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي»؛ له افغانستانه هم وتښتېده او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشهيي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود.
د روغتیا نړۍوال سازمان/ WHO له لوري د کندهار ښار د عنیو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره د څه له پاسه ۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.…
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کانال او یوه استنادي دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې. د کونړ ولایت…
د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهابالدین دلاور وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي. نوموړي دغه څرګندونې نن (د مرغومي ۶مه) په یوه ویډیو کې کړې دي. دلاور وايي:…
کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ د يوې زړې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ له يوه ماشوم ژوند واخيست او درې نور يې ټپيان کړل. د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک…
د کابل والي نن په کابل کې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۳مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، مجاهدینو د شورویانو یرغل مات کړ خو د اسلامي نظام په ټینګولو کې پاتې راغلل.
په ننګرهار کې له ۲۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو، لوګر او جوزجان کې له ۲زره ۱۰۹ کورنیو سره د نغدو پیسو او په زابل کې له ۱۵۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر مرستیال له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې په دغه هېواد کې خپل سفارتونه پرانیزي؛ خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي چې د هغه دا څرګندونې «خواشینوونکې» دي.
د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د تورپي ټاپو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د سویډن موسسې له لوري د ۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه. د نورستان د عامې روغتیا…
په دې وروستیو کې کندهار ته د «Australorp» چرګو راوړلو ته د سوداګر او پانګهوالو پام اوښتی او فارمونه یې ډېر شوي دي.
د غور ولايت يو شمېر اوسېدونکي په مرکز او ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، له ډېرو کلونو راهيسې له دې ستونزې سره مخ دي او هېڅ حکومت هواري ته یې پاملرنه نه ده کړې.
متحده عربي اماراتو او بحرین، افغانستان کې په غیردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار ځنډولو پر پرېکړې نیوکې کړې وایي، دغه کار به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، راتلونکې پنجشنبه د هېواد د پنځو زونونو په کچه غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام وروستی پړاو سیالۍ پیلېږي.
د صنایعو او کانونو خونه وایي، په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابریکو د تولیداتو کچه ۷۵ سلنه کمه شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو ستره ماته دا پيغام لري چې د نړۍ هیڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس پر ایمان، ننګ او پخه اراده شک ونه لري.
ملي دفاع وزارت هغه راپورونه تایید کړل چې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» د دوو قوماندانانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو د کار کولو د ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.