ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یو خیریه بنسټ هره ورځ پر درې سوه بې وزلو کورنیو وچه ډوډۍ وېشي

کابل کې یو خیریه بنسټ هره ورځ پر درې سوه بې وزلو کورنیو وچه ډوډۍ وېشي

author avatar
6 Jan 2022 - 16:52
کابل کې یو خیریه بنسټ هره ورځ پر درې سوه بې وزلو کورنیو وچه ډوډۍ وېشي
author avatar
6 Jan 2022 - 16:52

کابل(پژواک، ۱۶ مرغومې ۱۴۰۰): د کابل په دشتي برچي سیمه کې یو خیریه بنسټ هره ورځ پر درې سوه بې وزلو کورنیو له شپږو څخه تر لسو پورې ډوډۍ وېشي.

د یاد خیریه بنسټ مشر عبدالله همتي پژواک ته وويل چې په هېواد کې بې وزلي ډېره شوې او دی غواړي چې له دغې لارې له اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي.

هغه وویل چې د ورځې شاوخوا درې سوه بې وزلو کورنیو ته وچه ډوډۍ وېشي او دا لړۍ به تر درېيو میاشتو روانه وي.

نوموړي زیاته کړه، د کومې کورنۍ غړي چې ډېر وي هغوی ته لس ډوډۍ او د کومې کورنۍ چې کم وي هغوی ته شپږ ډوډۍ ورکوي.

دی وایي چې دغه خلک د یوې سروې له لارې ټاکل شوي او په درېيو کټګوریو وېشل شوي دي.

ده زياته کړه:((لومړی هغه کسان چې د کور سرپرست نه لري، دويم هغه کسان چې د کورنۍ سرپرستان یې سپين ږيري وي او درېیم هغه کسان چې د کورنۍ سرپرست یې معلول وي.))

هغه د هېواد له سوداګرو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له دغه خیریه بنسټ سره دې مرسته وکړي تر څو دوی د خپلو مرستو ساحه پراخه کړي.

عبدالله چې له دې خيريه بنسټ څخه وچه ډوډۍ ترلاسه کوي پژواک ته وويل چې هره ورځ دغه خيريه بنسټ ورته لس دانې وچه ډوډۍ ورکوي.

دی وایي: ((بې کاره یم، نور څوک د کار نه لرم او يوازې ما ته د کورنۍ اووه غړي تر غاړې دي دغه ډوډۍ هم بسنه نه کوي خو بيا هم شکر دى.))

هغه په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانانو سره دې بشري مرستې ډېرې کړي تر څو په هېواد کې د بې وزلۍ کچه را ټیټه شي.

 

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.