ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ ټول افغانستان کې یوازې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي

تېره اوونۍ ټول افغانستان کې یوازې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره، امریکا د نړیوالې ټولنې د سپارښتنو پر منلو او ایران د خلکو غوښتنو ته په پام کولو ټینګار وکړ، خو بریتانیا له دغه حکومت سره د لوېدیځ تعامل اړین وباله.

  • امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت که غواړي په رسمیت وپېژندل شي، د نړیوالو سپارښتنې دې ومني.
  • بریتانیا: اړینه ده چې لوېدیځ له اوسني افغان حکومت سره تعامل وکړي.
  • ایران: افغان حکومت دې داسې ګامونه پورته کړي چې نړیواله ټولنه یې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ په رسمیت وپېژني.
  • افغان سرپرست حکومت: روان زیږدیز کال کې به مو هڅې پر ځان بسیاینې او له نړۍ سره پر تعامل راټولې وي.
  • له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو لړۍ روانه ده.
  • تېره اوونۍ ټول افغانستان کې یوازې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په کابل ښار کې دوه چاودنې وشوې.

د راپورونو له مخې، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د ښوونې او روزنې پوهنتون ته څېرمه د ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي سري سري ټپيان شوي دي.

دغه راز، د کابل ښار له يوولسمې امنیتی حوزې سره نږدې، د یو ماین چاودنه شوې خو مالي او ځاني زيان يې نه دی اړولی.

د يادو چاودنو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

دا په تېرو کلونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټه اوونیزه کچه ده.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په کابل او پنجشېر ولایتونو کې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي و. دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال به هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

په رسميت پېژنده او له نړۍ سره تعامل

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي که د افغانستان سرپرست حکومت غواړي نړيوال يې په رسميت وپېژني بايد په خپلو تګلارو کې «سمون» رامنځ ته کړي.

سرچينه وايي، پر «طالبانو» به بندیزونه ترهغه پر ځای وي چې د نړیوالې ټولنې سپارښتنې پر ځای کړي.

یاد وزارت ویلي چې بشري حقونه، د افرادو ازادي، د غچ اخیستونکو بریدونو مخنیوی او له افراطیت سره مبارزه، په دغو سپارښتنو کې شامل دي.

د بريتانیا د وسله وال ځواک پخواني مشر جنرال نیک کارټر بيا ویلي د افغان ولس لاسنیوي لپاره اړینه ده، چې لوېدیځ د افغانستان له سرپرست حکومت سره راکړه ورکړه او تعامل وکړي.

سرچینه وایي، «طالبان» باید قانع کړل شي، چې د خپل حکومت اوسنۍ بڼه او تګلارو کې بدلون راولي او یو تولګډونی حکومت جوړ کړي.

دغه راز، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، اوسمهال هغه پړاو ته نه دي رسېدلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. سرچينه وايي، «طالبان» باید داسې اقدامات وکړي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي چې د دوحې د سولې تړون پر اساس امريکا ژمنه کړې وه چې د هغوی د ځواکونو تر وتلو وروسته به هم خپل سفارت کابل کې پرانيستی ساتي او هم به د افغانستان حکومت په رسميت پېژني؛ خو د امريکا متحده ايالاتو حکومت له خپلې هغې موافقنامې په شا شوی چې د دوحې په سولې تړون کې يې له دوی سره کړې وه.

دغه راز، د افغانستان حکومت وایي په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې به یې هڅې تر ډېره په افغانستان کې پر ځان بسیاینې او له نړۍ سره پر تعامل راټولې وي.

کابل ښار کې ګڼ شمېر کسانو د لاريون په کولو سره له نړيوالې ټولنې د افغان حکومت په رسميت پېژندلو او د امریکا له خو د افغانانو د کنګل شوې نږدې لس میلیارد ډالري پانګې د خلاصون غوښتنه وکړه.

د مرستو دوام

ملګري ملتونه وايي، له اړمنو افغانانو سره یې د مرستې لپاره تېر کال یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بسپنه ترلاسه کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا ویروس د تشخیص له ۴۰ مرکزونو سره یې د لازمو تجهیزاتو مرسته کړې ده.

دغه راز، د هند له خوا مرسته شوي ۵۰۰زره ډوزه د کرونا واکسین کابل ته راورسېدل او دغه هېواد په راتلونکو اوونیو کې ۵۰۰زره ډوزه نور دا ډول واکسین هم له افغانستان سره مرسته کوي.

اندونیزيا بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره بشري مرستو برابرولو په لړ کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په نږدې راتلونکې کې به پر بشري مرستو بار دوه الوتکې کابل ته واستوي.

تېره اوونۍ پاکستان هم په افغانستان کې د دوه ميليارده پاکستانیو کلدارو په ارزښت د طبي وسایلو نصب او رغول پیل کړي او د دغه هېواد د کراچۍ ښار يو شمېر سوداګرو له افغانستان سره څه باندې ۸۵ ټنه خوراکي او نورو توکو مرستې کړي.

د خبرونو له مخې، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به په نږدې راتلونکي کې د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي. د راپورونو پر بنسټ، دغه پلاوی به په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د پاکستان له خوا له افغانستان سره د پنځه میليارد کلدارو په ارزښت بشري مرستو د عملي کېدو په تړاو خبرې وکړي.

 

Visits: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.