ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الکوزي له درملو استفاده ډېره شوې ده

د الکوزي له درملو استفاده ډېره شوې ده

author avatar
30 Jan 2022 - 19:20
د الکوزي له درملو استفاده ډېره شوې ده
author avatar
30 Jan 2022 - 19:20

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰): د سړې هوا له ډېرېدو سره په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې هم ډېرې شوې او دا موضوع د حکیم الکوزي له درملو د استفادې د ډېروالي لامل شوې ده.

په تېره یوه نیمه اوونۍ کې په ورځني ډول د کرونا د مثبتو پېښو شمېر داسې مهال له ۳۹ نه ۲۷۰ کسانو ته پورته شوی چې د سانتي ګرید د سوړوالي درجه منفي ۷ ته رسېدلې ده.

د يادونې ده چې دوه کاله مخکې په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو له زياتېدو سره حکيم الکوزي ادعا وکړه چې په کرونا د اخته کېدو د مخنیوي او له هغه د رغېدو لپاره يې اغېزمن درمل جوړ کړي او په رسمي ډول يې پر خلکو وېش پيل کړى دى.

له هغه وروسته د مخکني حکومت عامې روغتيا وزارت وویل، د ازموینو پایلو وښودله چې د یادو درملو په ترکیب کې چې پر خلکو د درملو او واکسین په نوم پلورل کېږي، نشه یې توکې «مورفین او تریاک» ګډ شوي دي او د دغو درملو د وېشلو مخه یې ونیوله.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا پېښو له زیاتېدو سره حکیم الکوزي د خپلو درملو د وېش لړۍ چټکه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس خبري  ټيم چې د راپور چمتو کولو لپاره د کابل په شېرپور کې د حکيم الکوزي مرکزي دفتر ته ورغلی و، وایي چې په څلوېښتو دقيقو کې ٣٠ ښاریان حکيم الکوزي ته راغلل او درمل یې ترلاسه کړل.

حکیم الکوزي د کرونا د نوي ډول (اومېکرون) د مخنیوي لپاره د نوموړي په لاس جوړ شوي درمل اغېزناک وبلل او خلکو ته یې د وېش د لړۍ له چټکوالی خبر ورکړ. د هغه په ​​وينا، له پيله تراسه یې تر ۱۴ میلیونو کسانو ته دغه څاڅکي ورکړي دي.

حکیم الکوزي په خپل لاس جوړ شوي درمل د کرونا ویروس په ځانګړې توګه اومېکرون لپاره اغېزناک وبلل.

هغه زياته کړه، اوسمهال په کابل، هرات او کندهار ولايتونو کې رسمي نمايندګۍ لري او په هرات ولایت کې هره ورځ سلګونه کسان ورته مراجعه کوي.

نوموړی وایي، په دې وروستيو کې یې د هېواد په درېيو ولايتونو کې د مراجعینو شمېر په ورځني ډول نږدې درې زرو کسانو ته رسېدلى دى.

الکوزي خپلو درملو ته د خلکو لېوالتيا ډېره وښوده او ویې ویل چې له همدې امله يې د درملو وېش د تېرو اوونيو په پرتله ګړندى کړى دى.

هغه څرګنده کړه چې له پیل راهیسې تراوسه یې له ۱۴ میلیونو ډېر کسانو ته خپل درمل وېشلي دي او اوس هم جریان لري.

مراجعین؛ د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د الکوزي درمل اغېزناک بولي

مراجعین هم د حکيم الکوزي درمل د کرونا په مخنيوي کې اغېزناک بولي او وايي چې مخکې يې هم ترې ګټه اخیستې او ښه پايله يې لرله، نو له همدې امله یې بیا هم مراجعه کړې ده.

د کابل ښار د چهلستون اوسېدونکي دل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنۍ يو غړى يې په کرونا ناروغۍ اخته شوى او اوس د حکيم الکوزي د درملو ترلاسه کولو لپاره راغلی چې خپل ناروغ ته یې ور وړي.

نوموړی چې د خپلو ملګرو په هڅونه د حکيم الکوزي درملو ترلاسه کولو لپاره راغلی، زیاته يې کړه: «په نړۍ کې جوړ شوي واکسینونه کار نه ورکوي؛ خو د کرونا درملنې لپاره د حکيم الکوزي درمل اغېزناک دي.»

د هغه په ​​وينا، د ده ډېری ملګرو دغه درمل کارولي او هر څوک يې له مثبت اغېزه راضي دي.

د کندهار ولايت اوسېدونکی حاجي غلام حضرت وايي، د حکيم الکوزي له خوا جوړ شوی د کرونا درمل د کرونا په درملنه کې ډېر اغېزناک دي.

هغه زیاته کړه: «دا څاڅکي مو درې ځله د خپلو ناروغانو لپاره وړي او ښه اغېز يې وکړ، نه يواځې ما، بلکي  په کندهار کي زموږ خپلوانو هم دا څاڅکي استفاده کړي او زموږ ناروغان په دې درملو روغ شوي دي.»

طبي کارپوهان: دغه درمل روږدي کوونکي دي

خو طبي کارپوهان وايي، د حکیم الکوزي له خوا جوړ شوی درمل چې د درملو او د کرونا واکسین په توګه خلکو ته ورکول کېږي، د انسانانو لپاره یو غیر علمي، ناثابت شوی او ناخوندي ترکیب دی او باید له کارولو یې ډډه وشي.

د افغان-جاپان روغتون رئيس ډاکتر زلمي رښتين پژواک خبري اژانس ته وويل، په کووېډ-۱۹ اخته کسانو کې يواځينۍ نښه چې د شخص د ستونزو لامل ګرځي، درد دى او د دې درملو‎ کارول درد ژر ارامولی شي.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د مخکني مشرتابه په وینا، د الکوزي درمل د نشه یي توکو لکه (Opioid) څخه ترکیب شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «دغه درمل له نشه یي توکو جوړ شوي او یواځې درد کمولای شي؛ خو د کرونا ویروس له منځه نه شي وړلای.»

د افغان-جاپان روغتون رئیس دې ته په اشارې چې د الکوزي د درملو په ترکیب کې نشه یي توکي ګډ دي، وویل چې د هر ډول نشه یي توکو کارول د انسان د روږدي کېدو لامل کېږي.

رښتین له خلکو وغوښتل چې د یادو درملو له کارولو ډډه وکړي.

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت پخوانی سلاکار ډاکټر بازمحمد شېرزاد وايي، د حکیم الکوزي د څاڅکو جوړول او ترکیب د انسانانو لپاره بشپړه غیر علمي، ناثابته او ناخوندي دی.

هغه زیاته کړه: «محترم حکیم، نه ويروس پېژني او نه هم د ويروس او انتان تر منځ توپير کولای شي او د ويروسونو د ډولونو او بدلونونو موضوع لا هم د نړۍ د ويرولوژي پوهانو له پوهاوي لرې پاتې ده؛ په داسې حال کې چې الکوزی بیچاره د هغه په بوی هم نه پوهېږي.»

نوموړي له سرپرست حکومت او د روغتیا وزارت له مسوولینو وغوښتل چې د «حکیم الکوزي د واکسین» څېړنې لپاره کمیسیون جوړ کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د الکوزي د درملو سمپل دې د نړیوال روغتیا سازمان له لارې معاینه او پایلې یې دې له سرپرست حکومت، طبي کارپوهانو او د افغانستان له خلکو سره شریکې شي څو د هغه (حکیم الکوزي) ادعا ثابته شي.

هغه څرګنده کړه: «موږ په ٢١مه پېړۍ کې ژوند کوو، د څېړنو اسانتياوې موجودې دي او له معياري څېړنې پرته، په دې اړه ټولې نظریې له افوهاتو پرته بل څه نه دي.»‎

بل خوا، د افغان-جاپان روغتون د ICU برخې مؤظف ډاکتر نعيم الله وزيري هم پژواک ته وويل،‎ د الکوزي د درملو په ترکيب کې نشه یې توکې کارول شوي او په کارولو سره یې درد او تبه کمېږي او د مصرفوونکي د راحت کېدو او د درد نه احساسولو لامل کېږي.

هغه د حکيم الکوزي د درملو اغېزې لنډمهاله بولي او ويې ويل چې په هغه کې مورفين او نور د درد ضد درمل کارول شوي او په کرونا د اخته کسانو لپاره په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره چې تنفسي ستونزه لري، اغېز نه لري.

خو عامې روغتيا وزارت په دې اړه د پژواک پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دى ورکړى.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له پیله تر اوسه له ۸۵۰زره او ۸۵۱ ډېر د کرونا معاینات ترسره شوي چې له دې جملې د ۱۶۱زره او ۲۹۰ کسانو پایلې مثبتې پېژندل شوې دي.

د هغه په ​​وینا، تر اوسه له ۱۴۶زرو او ۴۶۲ ډېر کسان رغېدلي او ۷زره او ۴۰۵ کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.