Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان د کرونا له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۷ کب ١٤٠٠): عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۲۰۵ کسان په کرونا اخته او ۹۸ نور بېرته ترې ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۱۰۲۴ کسانو د کرونا ټسټونه اخیستل شوي چې له ډلې یې د ۲۰۵ کسانو پایلې مثبتې وې.

هغه زیاته کړه چې یاد کسان په ۱۵ ولایتونو کې په کرونا اخته شوي دي.

نوموړی په دې اړه چې په کومو ولایتونو کې څومره کسان په کووېډ-۱۹ اخته شوي، معلومات ورنه کړل.

login or register a new account.