Language

په بلخ کې اورلګېدنې د يو ميليون افغانیو په ارزښت زیان اړولی

مزارشریف (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د موبل او فرنېچر په يوه کارخونه کې اورلګېدنې د يو ميليون افغانیو په ارزښت زيان اړولی دی.

دغه اورلګېدنه تېر ماښام د مزارشريف ښار اړوند د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې د احمدي موبل او فرنېچر کارخونه کې رامنځته شوې وه.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري پژواک ته وويل چې د دې اورلکېدنې له امله د احمدي موبل فرنېچر مالک ته د يو ميليون افغانيو زيان اوښتی دى.

هغه وايي چې د يادې کارخونې د څلورو ميليونه افغانيو په ارزښت نور توکي د بلخ اطفايې مدیریت له خوا ژغورل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا اورلکېدنه ماښام مهال د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوه.

Related Topics