کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو د هندوستان د واکمن ګوند (بيجیپي) د ویاندې له خوا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) په تړاو ګستاخانه څرګندونې غندلې دي.
د (بيجېپي) ګوند مرکزي ویاندې نو پور شرما دا څرګندونې تېره میاشت په هند کې د یو متنازع جومات په اړه د ټلوېزیونې بحث پر مهال کړې وې.
هغې په دغه بحث کې د یو بل ګډونوال د څرګندونو په ځواب کې په قرآن شریف کې د معراج پېښې او همدا راز د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د ودونو په اړه ګستاخانه غږېدلې وه.
د افغانستان په ګډون ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو د نوموړې دا څرګندونې په کلکه رد کړې او په ځینو هېوادونو کې د هندوستان د توکو د نه اخیستلو کمپاین هم پیل شوی دی.
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «اسلامي امارت په هند کې د حاکم ګوند د یوه مسوول له خوا د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګستاخانه الفاظ کارول په کلکو ټکو غندي؛ د هند له حکومته غوښتنه کوو چې دغه ډول متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین ته سپکاوی وکړي او د مسلمانانو احساسات وپاروي.»
دغه راز د سعودي عربستان حکومت او د حرمینو شریفینو ادارې مشر او امام شیخ سدیس هم د دې هندي سیاسي چارواکې څرګندونې غندلې دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټولو دینونو او مذهبونو ته باید درناوی وشي.
سعودي د هند د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د بيجیپي ویاندې یې له دندې لرې کړې.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د یاد هندي چارواکي څرګندونې په کلکه غندلې دي.
نوموړي ادعا کړې چې د نریندرا مودي په واکمنۍ کې په هند کې مسلمانان وژل کېږي او دیني ازادۍ یې ورنه اخیستل کېږي، نړۍ باید د دغه وضعیت پوښتنه وکړي.
بل لور ته د قطر حکومت په دغه هېواد کې د هند سفیر احضار کړی او د (بيجېپي) ګوند د مرکزي ویاندې ناندریزو څرګندونو په اړه یې سپیناوی غوښتی دی.
د راپورونو له مخې، په یو شمېر خلیجي هېوادونو کې په لویو پلورنځایونو کې پر هندي تولیداتو بندیزونه لګېدلي دي.
په سعودي عربستان کې بیا خلکو پر ټوېټر هشټک پیل کړی او غوښتنه کوي چې د اسلام د پیغمبر (ص) سپکاوی دې بند کړل شي.
له دغو غبرګونونو وروسته د (بيجېپي) ګوند اعلان کړی چې د اغلې نوپور شرما د ګوند غړیتوب یې ځنډولی او د ویاندې دنده یې هم ورنه اخیستې ده.
دغه راز له نړیوالو غبرګونو وروسته د هند واکمن (بيجېپي) ګوند یوه لنډه اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې نورو ادیانو ته سپکاوی د دوی د سیاسي منشور برخه نه ده.
په اعلامیه کې تینګار شوی چې په هند کې د ګڼو ادیانو خلک له پېړیو راهیسې یو ځای ژوند کوي او د ټولو وګړو مذهبي حقونه او ازادۍ خوندي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه کانګرس ته په خپل کلني راپور کې هند د هغو هېوادونو په کتار کې راوستلی چې له مذهبي ازادیو سرغړونې پکې کېږي.
Visits: 902
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن