ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د کُندر اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی

د طب پوهان: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د کُندر اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی

author avatar
16 Jun 2022 - 11:50
د طب پوهان: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د کُندر اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی
author avatar
16 Jun 2022 - 11:50

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): ځینو انټرنټي سایټونو د کرونا ناروغۍ په درملنې او مخنیوي کې، د کُندر د اغېز په اړه مطالب خپاره کړي، خو د طب پوهان یې اوازه بولي او وایي چې دا ډول مطالب کوم علمي بنسټ نه لري.

په ځینو سایټونو کې خپاره شوي چې «کًندر» د کرونا درملنې لپاره ګټور دي؛ خو د طب برخې متخصصین بیا دغه ادعا ردوي او وایي، د تر سره شوو څېړنو له مخې تر اوسه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ درملنې لپاره کوم درمل نه دي جوړ شوي.

کُندر څه شی دی او څه ځانګړنې لري؟

کُندر په هندوستان، افریقا او سعودي عربستان کې یو ډول محلي ونه ده. د ونې له پوټکي څخه د کُندر ځینې ډولونه، لکه صمغ را پټکوي.‎

د کُندر د ګټو په تړاو خپاره شوي مطالب

د «ډېلټا مجلې» په خبري سایټ کې د «پر کرونا د کُندر کارولو جادویي اغېزه!» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي چې د بوټو له دم شوي چای څخه ګټه اخیستل د ځینو ناروغیو درملنې لپاره اسانه او ارزانه لاره ده. نن ورځ د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره، د بوټو د دم شوي چای ځانګړنو پېژندل ګټور کار دی او مرسته کوي.

په ورته مهال، فارس خبری اژانس هم د «کرونا لپاره د کُندر خواص» تر سرلیک لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي: «د دودیز طب پوهان په دې باور دي چې کېدای شي له کُندر څخه د هغه خاصیتونو ته په پام سره د کرونا ناروغۍ درملنې ترڅنګ د سږو د میکروب درملنې لپاره هم استفاده وشي.‎ له کُندر څخه له ‎کلونو راهیسې د سالنډۍ درملنې لپاره استفاده کېږي او طبي څېړنې د هغه اغېز تاییدوي. له همدې امله دودیز طب هیله لري چې کُندر د کرونا له امله په سږو کې د راتلونکو عوارضو په کمولو کې اغېزناک تمام شي.»

د «پارسي ډي» په نوم وېبپاڼې د «د کُندر دم شوی چای د کرونا، سږو او زکام لپاره ګټور او پیاوړی کوونکی دی» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي: «د کُندر دم شوی چای د مختلفو ویروسونو په ځانګړي ډول د کرونا ویروس او زکام پر وړاندې غوره او پیاوړی کوونکی چای دی. د کرونا په ورځو کې چې د بدن د دفاعي سیسټم لوړوالی یو له مهمو کارونو دی، باید له مختلفو او پیاوړي کوونکو په ځانکړي ډول د بوټو له چای استفاده وشي.

خو د طب پوهان دغه موضوع ردوي.

په افغان – جاپان روغتون کې د کووېډ-۱۹ د کیفیت د کنټرول مسوول او ټرېنر ډاکټر حشمت‌الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل: ‎«کُندر یو بوټی دی؛ دغه بوټی معمولاً په افریقا او سعودي عربستان کې پیدا کېږي، په دودیز طب کې کارول کېږي، د بېلګې په ډول، د الزایمر ناروغیو، حافظې کمزورتیا، شکرې، د وینې غوړ زیاتوالي او اسهال لپاره ترې استفاده کېږي.

خو نوموړي وویل چې د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د دغه بوټي اغېزناکوالي په اړه تر اوسه کومه څېړنه نه ده شوې.

فيضي له خلکو غواړي چې د نړۍوال روغتيایي سازمان او عامې روغتيا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې ډول مطالبو چې علمي اساس نه لري، دوکه نه شي.

په ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت مخکني سلاکار ډاکټر شېرزاد په دې اړه وویل:«کُندر د مکروب ضد ځانګړنې لري، د هغه غوړي، یوه مکروب ضد ماده ده او له پخوا څخه د پرې شوو ځایونو او ټپونو رغولو لپاره کارول کېږي او ټپونه ژر رغوي، خو د کرونا په اړه تر اوسه کومه ځانګړې درملنه نشته او په دې تړاو ټول موارد اوازې دي.»

هغه وايي: «هر هغه څه چې د بدن د مقاومت زیاتوالي لپاره کارول کېږي، لکه مېوې، ترکاري، پروټینونه، روغنیات، منرالونه، دا ټول کولای شي بدن سالم وساتي او په بدن کې د ساري ناروغیو له خپرېدو مخنیوی وکړي، باید وکارول شي.»

په ورته مهال په انتاني روغتون کې متخصص ټرېنر فریدالله عمري وویل: «په ځینو سایټونو کې خپاره شوي چې د کُندر په وسیله د کرونا درملنه ډېره اسانه ده، تر دې چې ویل شوي، که له کُندر نه استفاده وشي، بل هېڅ ډول درملو ته اړتیا نشته، خو دغه خبرې یوازې د یوې فرضیې په ډول دي، واقعیت نه دی؛ په دې اړه کومه څېړنه نه ده شوې، نو په همدې اساس، موږ نه شو کولای چې کُندر د کرونا درملنې په توګه وپېژنو.»

نوموړي په یوه پیغام کې وویل: «که د عامې روغتیا وزارت خبرو ته غوږ ونه نیسو او هغه مراعات نه کړو؛ له یوناني درملو د استفادې مفکوره ناسمه ده، تر اوسه د کرونا ویروس درملنې لپاره هېڅ ډول درمل نه دي پېژندل شوي.»

هغه ټینګار وکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین لګول دي.

پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه د عامې روغتيا وزارت نظر هم واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Visits: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.