ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سراج‌الدین حقاني: شته ستونزې به د علماوو د توصیو په برکت هوارې شي

سراج‌الدین حقاني: شته ستونزې به د علماوو د توصیو په برکت هوارې شي

author avatar
22 Jun 2022 - 23:33
سراج‌الدین حقاني: شته ستونزې به د علماوو د توصیو په برکت هوارې شي
author avatar
22 Jun 2022 - 23:33

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د مجمع‌الفقه الاسلامیة نړيوالې ټولنې له مشر او استازو سره په کابل کې وکتل.

د دغه وزارت له خوا د چنګاښ په لومړۍ نيټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزیر په دې کتنه کې وویل چې علماء پر اسلامي امت باندې د الله تعالی رحمت دی او د عالمانو وحدت، همغږي او هدایات د امت دنیوي او اخروي ستونزې له منځه وړي.

هغه زیاته کړې چې د الله تعالی ستر نعمت امن دی او امن د ټولو پرمختګونو اساس دی چې الحمدلله دا مهال افغانستان ترې برخمن دی.

د هغه په خبره، هغه مشکلات به د علماءکرامو د مجلسونو او توصیو په برکت حل شي چې دا مهال افغانستان ورسره مخ دی.

د یادې ټولنې استازو د اسلامي امارت له تود هرکلي او مېلمه‌پالنې مننه وکړه او په پکتیکا کې یې د تېرې شپې زلزلې قربانیانو ته تسلیت وړاندې کړ او د نظام د استحکام لپاره یې له خلیفه سره خپلې مشورې شریکې کړې.

هغوی ژمنه کړې چې خپلو مشرانو او هېوادونو ته به د اسلامي امارت واقعي تصوير وړاندې کوي او د افغانستان د پرمختګ لپاره به خپلي همکارۍ نه سپموي.

 

Visits: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.