ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
26 Jun 2022 - 19:04
تېره اونۍ په افغانستان کې ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
26 Jun 2022 - 19:04

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): تېره اونۍ په داسې حال کې په افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپیان وو چې ملګري ملتونه په دغه هېواد کې پر بشري وضعیت اندېښمن دي او له افغانستان سره د مرستو کولو ترڅنګ له سرپرست حکومت سره تعامل له لومړیتوبونو بولي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • هند کابل ته د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله راولېږله.
  • ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي.
  • ملګري ملتونه په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښمن دي او له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کوي.
  • بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوو.
  • افغان زنداني «د مخامخ او مثبت تعامل په پایله کې» له ګوانتانامو زندانه خوشی شو.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان وو.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان وو.

ځايي سرچينې وايي، د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان دي.

د راپورونه له مخې، تېره اونۍ د کابل په کارته پروان سيمه کې  پر درمسال د بريد په پايله کې د درېیو بریدګرو په ګډون ۵ کسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان وو؛ د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

چارواکي وايي، په جوزجان، کاپيسا او فارياب کې يو يو کس د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي، په هرات او باميان کې بيا د دوو نجونو مړي موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د کابل ښار په خواجه‌بغرا سيمه کې دوه کسان د چاودنې له امله او د دغه ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې دوه «وسله‌وال غله» له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

ځايي سرچينې ويلي، په نيمروز کې د ايران سرحدي ځواکونو د ډزو په پایله کې دوو افغانو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ټپي شوی و.

ځايي چارواکي وايي، ناپيژاندو وسله والو په پنجشېر کې درې تنه وژلي او جسدونه يې سیند ته غورځولي دي.

د پژواک د اونیز راپور له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

د افغانستان او نړۍ تعامل

که څه هم تر اوسه کوم هېواد د افغانستان نوی سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دغه حکومت او نړۍ ترمنځ یو ډول تعامل شتون لري.

تېره اونۍ، هند کابل ته د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله راولېږله. هند ويلي وو چې د افغانستان له خلکو سره د هند د پرله‌پسې ښکېلتیا او بشري مرستو د اغېزناکې همغږۍ او څارنې لپاره د هند یو تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی او په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی.

افغان چارواکو د هند د دغه اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي، په کابل کې د ټولو هېوادونو سفارتونو ته ډاډ ورکوي چې له نړیوالو ډیپلوماتیکو اصولو سره سم به یې خوندیتوب او امنیت ته جدي پاملرنه وشي.

تېره اونۍ د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار عبدالعزیز کاملوف د افغانستان د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د ليدني پر مهال وويل چې په راتلونکې جولای میاشت کې په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي او د افغانستان د سرپرست حکومت لوړرتبه استازي ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړي.

دغه راز د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال محمدعباس ستانکزی وويل، افغانستان له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره مثبتې اړيکې غواړي او ګاونډيان بايد په سرحدونو کې د افغانانو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

دغه وزارت ويلي چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو علماوو له اسلامي نړۍ غوښتي چې د افغانستان له اوسني نظامه ملاتړ وکړي او خپلې همکارۍ او اړیکې ورسره لا ژورې کړي.

د ملګرو ملتونو ناسته

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حالت او د ښځو او نجونو او بشري حقونو په تړاو اندېښنه وښوده او دغه هېواد ته يې د بېړني پام اړولو او مرستو کولو غوښتنه وکړه. دغه سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه تر ۹۷ سلنې هم لوړېدای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر سرپرست رميز الاکبروف د دغه سازمان د امنیت شورا غونډې ته په خپل راپور کې د افغانستان په سوېل ختیځ کې د وړمې ورځې زلزلې په څېر د دغه هېواد نورې اړتیاوې هم بېړنۍ یادې کړې او دغه هېواد ته يې د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.

هغه د بشري حقونو ناوړه حالت، اقتصادي ناورین، روان بېړنی بشري حالت او له واکمنو چارواکو سره د دوامداره تعامل اړتیا لومړيتوبونه وبلل. هغه د نورو بېړنیو اړتیاوو ترمنځ لومړی په افغانستان کې روان بشري حالت اندېښمنوونکی وباله.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې مسوول نظام شته، عدلي او قضايي ارګانونه لري او د ښځو په ګډون ټولو ته د شریعت په چوکاټ کې حقوق ورکوي.  دغو چارواکو ویلي چې د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل او د افغانستان پر بانکي سیسټم او ځینو نورو برخو د محدودیتونو وضع کېدل د اقتصادي ستونزو لامل شوي، خو د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوو

تېره اونۍ د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر په قطر کې وویل چې د افغانانو په ګډون د هغه چا ملاتړ نه کوي چې غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون راولي.  هغه زیاته کړې وه، بریتانیا به اجازه ور نه‌ کړي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو لپاره یې خاوره وکارول شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل د بریتانیا د ياد دریځ هرکلی وکړ، ویې ویل: «د دغه حقیقت درک کول د قدر وړ دي؛ په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل د سيمې او نړۍ په ګټه دي.»

له ګوانتانامو یو افغان زنداني خوشی شو

تېره اونۍ، په ګوانتانامو کې افغان زنداني اسدالله هارون له شاوخوا ۱۵ کاله بند وروسته خوشی شو. هارون تېره ورځ کابل ته راورسېد.

افغان چارواکي وایي، هارون د افغانستان د سرپرست حکومت په هڅو او هلو ځلو او له امریکا سره د مخامخ او مثبت تعامل په پایله کې د ګوانتانامو له زندانه خوشی او دوی ته وسپارل شو.

د راپورونو له مخې، مخکې سلګونه کسان په ګوانتانامو کې بندیان وو، خو اوس یوازې یو افغان په دغه زندان کې پاتې دی.

په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره مرستې

د تېرې اونۍ د چهارشنې په شپه د ریختر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې د افغانستان ځیني ولایتونه ولړزول، خو په پکتیکا او خوست کې یې له امله شاوخوا زرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، ۱۵۰۰ کسان ټپیان شول او شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه ونړېدل.

تر اوسه ملګرو ملتونو لس میلیون ډالر، ټایوان یو میلیون یورو، اروپایي ټولنې یو میلیون یورو، بریتانیا درې میلیون ډالر، چین اووه عشاریه پنځه میلیون ډالر مرسته کړې ده.

ایران، پاکستان، هند، ازبکستان، سعودي، قطر، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو او موسسو هم له زلزله‌ځپلو سره مرستې کړې دي.

په انلاین بڼه د ولسي جرګې د ناستو هڅه او په اړه یې غبرګونونه

تېره اونۍ، د مخکنۍ ولسي‌‌ جرګې ځینو غړو د دې جرګې د ناستو جوړولو هڅې پیل کړې دي، وايي د یادو ناستو جوړول حکومت او نړۍ ته د خلکو د غږ رسولو لپاره ښه ګام دی، خو د جرګې ځیني غړي یې بې‌ګټې او د چارو شنونکي یې سیاسي حرکت بولي. هغوی وایي د ړنګ شوي دولت هیڅ قوه د داسې کړنو حق نه لري. افغان چارواکي بيا په دې اړه یوازې دومره وایي چې دا په غبرګون نه ارزي.

Visits: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.