ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې یوه بې‌ کسه مور د سړک غاړې ته په خېمه کې د بېوزلۍ شپې ورځې تېروي

فراه کې یوه بې‌ کسه مور د سړک غاړې ته په خېمه کې د بېوزلۍ شپې ورځې تېروي

author avatar
11 Jul 2022 - 08:27
فراه کې یوه بې‌ کسه مور د سړک غاړې ته په خېمه کې د بېوزلۍ شپې ورځې تېروي
author avatar
11 Jul 2022 - 08:27

فراه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): په فراه کې د دوو واده شوو لوڼو مور له څلورو کلونو راهیسې د سړک پر غاړه یوه خېمه کې د بېوزلۍ شپې ورځې تېروي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

دغه بوډۍ «خور بي‌بي» نومېږي او د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د هزکي کلي اصلي اوسېدونکې ده.

نوموړې پژواک ته يې وویل: «خاوند مې عادي سړی و، لس کاله کېږي مړ شوی، زه پخوا په خپل کلي کې اوسېدم، خو دا څلور کاله کېږي چې ښار ته راغلم او د سړک پر غاړه يوازې اوسېږم.»

دا وايي چې د دوو لوڼو مور ده خو هغوی دواړه واده شوې او په ايران کې ژوند کوي.

خور بي‌بي د فراه ښار د لومړۍ ناحیې پارک ته څېرمه د سړک پر غاړه ځان ته خېمه وهلې ده.

هغې چې په خپله لمر شړولې خېمه کې ناسته وه، زياته کړه: «حکومت يا کوم سوداګر مرسته نه ده راسره کړې، کله کله کوم لاروی وچه ډوډۍ يا لس- شل  افغانۍ راکړي، په هغو ګوزاره کوم.»

نوموړې وویل چې پلار او وروڼه هم نه لري او نه يې له پلار يا خاونده کوم مال په ميراث ورپاتې دی چې اوس يې مصرف کړي.

هغې زياته کړه چې مور يې هم څوک نه لرل او دلته له دې سره اوسېده خو دوه کاله مخکې مړه شوه او اوس يوازې ده.

د خوربي‌بي يو کلیوال ۲۰ کلن امېد وايي چې دغه بوډۍ مېرمن هیڅوک نه لري؛ کلیوال کله کله د مرستې لپاره ورته راځي او بېرته ترې ځي.

دغه راز خور بي‌بي وویل، لویه هیله يې دا ده چې پاسپورټ پيدا کړي او د خپلو لوڼو ليدو ته ایران ته ورشي.

بلخوا د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس ملا نېک‌محمد  تندر عثماني پژواک ته وویل، دوی له ټولو هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي بېرته خپلو سيمو او کلیو ته ستانه شي.

هغه وايي چې حکومت يادو کسانو ته د استوګنې لنډمهال ځای او خواړه هم برابروي.

Visits: 308

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.