منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۹ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

نامعلومو وسله‌والو په شمالي وزیرستان کې دوه دیني عالمان وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): نامعلومو وسله‌والو په شمالي وزیرستان کې د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماء اسلام مذهبي ګوند اړوند دوه دیني عالمان وژلي دي.

د ډیوه راډیو د راپور له مخې، دا پېښه پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي – خیسور پر لاره رامنځته شوې ده.

ځایي سرچینو ویلي، د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې د جمعیت علماء اسلام ګوند ځایي غړي هر یو قاري سمیع‌الدین او او مولانا نعمان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې قاري سمیع په دې وروستیو کې د جوړې شوې امن کمیټې مشر هم ټاکل شوی و.

د میرعلي د پولیسو مشر ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د جمعیت علما اسلام ف ګوند د شمالي وزيرستان ویاند احمدالدين داوړ وايي، دغه دواړه مشران پرون حېدرخېل کلي ته ورغلي وو او په وروستيو کې په سیمه کې د څلورو وژل شوو کسانو د وژنې په اړه د غونډې جوړولو تیاری يې کاوه چې بېرته راتلل نو په لاره کې وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په وزیرستان کې هدفي وژنې په داسې حال کې ډېرې شوې دي چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ تر نامعلومې مودې پورې اوربند شوی دی.