ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ښاریان د کثافاتو له ډېرېدو شکایت لري

د کندوز ښاریان د کثافاتو له ډېرېدو شکایت لري

author avatar
16 Jul 2022 - 17:51
د کندوز ښاریان د کثافاتو له ډېرېدو شکایت لري
author avatar
16 Jul 2022 - 17:51

کندوز (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندوز ښار ځيني اوسېدونکي په دغه ښار کې د کثافاتو د ډېرېدو له امله اندېښمن دي او وایي چې دا کار د تعفن او بد بوی لامل شوی دی.

هغوی له مسوولینو غواړي چې د کثافاتو د غورځولو لپاره دې ټاکلي ځایونه په پام کې ونیسي، څو په ښار کې د بوی، تعفن او ناروغیو مخه ونیول شي.

که څه هم د کندوز د ښاروالۍ مسوولین له کثافاتو د ښار پاکولو خبره کوي، خو په ورته وخت کې د نفوس ډېرېدل، د امکاناتو کمښت او د ښاریانو نه همکاري د یادې ستونزې لاملونه بولي.

د کندوز یوه اوسېدونکي احمدشاه رستاقي پژواک سره خبرو کې وویل، په دې وروستیو ورځو کې د دغه ولایت په مرکزي او مزدحمو ځایونو کې کثافات ډېر شوي چې خلکو ته یې ژوند سخت کړی دی.

دی له مسوولو بنسټونو غواړي څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «ټول ځایونه کثافاتو نیولي، له ښاروالۍ نه هیله کوم چې کثافاتو ته پاملرنه وکړي او هغه دې لرې ځای کې واچوي، دغه کثافات د ناروغیو لامل ګرځي.»

د کندوز یو بل اوسېدونکی سنت‌الله وایي: «د ښار په دننه کې کثافات بیخي ډېر شوي، خلک یې ناروغه کړي، له ښاروالۍ غواړو چې کثافات ټول کړي او د کندوز له خلکو هم غواړو چې د کثافاتو مسله دې مراعت کړي، کوم ځایونه چې ښاروالۍ تعین کړي هملته دې واچوي.»

په دغه حال کې، د کندوز ښاروال مولوي ګل‌محمد الیاس که څه هم د ښار پر پاک کولو ټينګار کوي، خو د نفوس ډېرېدل، د کثافاتو د لېږد لپاره د وسایطو کمښت او د خلکو نه همکاري په ښار کې د کثافاتو د شتون اصلي لاملونه بولي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم موږ د تېر په پرتله د کثافاتو پاک کولو ته رسېدنه کړې، خو خلک همکاري نه کوي؛ موږ بیا بیا خلکو ته اطلاعیې خپرې کړې څو کثافات د شپې له خوا په ټاکلو ځایونو کې واچوي څو موږ یې انتقال کړو، کله چې موږ دا کثافات پاک کوو، خلک بیا هغه ځای له کثافاتو ډکوي.»

له بلې خوا، د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله ساحل پژواک ته وویل، په دې وروستیو ورځو کې د مېکروبونو او ویروس له امله انتاني ناروغۍ ډېرې شوې دي.

هغه د یاد ښار له اوسېدونکو غواړي څو روغتیایي او د حفظ الصحې سپارښتنې رعایت کړي.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو کې په ښار کې د کثافاتو او ګرمۍ له امله ګڼ شمېر انتاني او ویروسي ناروغان حوزوي روغتون ته مراجعه کړې، د ا زموږ د ټولو مسوولیت دی څو خپله سیمه پاکه کړو او حفظ الصحه مراعت کړو، څو وکولی شو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسو.»

دا په داسې حال کې ده چې په نورو هېوادونو کې کثافات راټولېږي او بیاځلي استفاده ترې کېږي.

په کثافاتو کې د الومنیم او ښېښې په څېر ډېر ګټور او بیا کارېدونکي مواد وي چې د بیا موندلو وړ دي او په صنایعو کې د لومړنیو موادو په توګه کارول کېږي؛ خو په افغانستان کې د فني امکاناتو نشتوالی لامل شوی چې له کثافاتو ګټه وانخیستل شي.

 

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.