کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لومړۍ ورځ، کابل بازانو لوبډلې بند امیر ته او د سپین غر لوبډلې بیا مس عینک ته ماتې ورکړه.
د دغه ليګ لومړۍ لوبه نن سهار د کابل بازانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشوه.
په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
په مقابل لوري کې د بند امیر لوبډلې په ٢٠ اورونو کې ١٢٠ منډې وکړې او کابل بازانو ته يې د ١٢١ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د بند امیر له لوري فرمانالله ۳۲، نوید عبید ۲۷ او عرفانالله صافي ۲۴ منډې جوړې کړې.
همدارنګه په توپ اچونه کې بيا عظمتالله درې، حسیبالله، قیس احمد او خلیل ګربز بیا د بند امیر دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
بلخوا بیا د کابل بازانو لوبډلې یاد هدف په ۱۴،۲ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بند امیر ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د کابل بازانو له لوري رحمانالله ۳۶، شاهدالله ۳۴ او کپتان رحمانالله ګربز بیا ۲۷ منډې جوړې کړې.
دغهراز د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د سپین غر او میس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په یاده سیالۍ کې مس عینک لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې ۱۴۰ منډې هدف وټاکه.
د مس عینک له لوري په توپوهنه کې افتخار احمد ۵۵ او ریاض حسن ۳۷ منډې جوړې کړې.
دغهراز په توپ اچونه کې د سپین غر لوبډلې له لوري اصف افريدي درې او یمین احمدزي بیا د مس عینک دوه لوبغاړي وسوځول.
همدارنګه یاد هدف سپین غر لوبډلې په ۱۸،۴ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او مس عینک ته یې د اتو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د سپین غر له لوري په توپوهنه کې عثمان غني ۶۶ او شوکت زمان ۴۳ منډې وکړې.
د یادونې ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو اتلولي کابل بازانو لوبډلې ترلاسه کړې وه.











