ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوکراین په جګړه کې دوه امریکایان وژل شوي

د اوکراین په جګړه کې دوه امریکایان وژل شوي

author avatar
23 Jul 2022 - 22:53
د اوکراین په جګړه کې دوه امریکایان وژل شوي
author avatar
23 Jul 2022 - 22:53

اتلانتا (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ‍۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اوکراین په جګړه کې دوه امریکایان وژل شوي دي.

د دغو امریکایانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې روسي ځواکونو پر اوکراین له برید څو میاشتې وروسته یو ځل بیا د یاد هېواد په ختیځ کې د دونباس پر سیمې بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، اوکراین د نړۍوالو داوطلبانو لپاره چې بېلابېلې پخوانۍ نظامي زده کړې لري، یوه ډله جوړه کړې خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا نه ده تایید کړې چې ایا دغه دوه امریکایان اوکراین ته د جګړې په هدف تللي وو که د کوم بل کار لپاره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: “موږ کولی شو د اوکراین د دونباس په سیمه کې د وروستیو دوو امریکایانو وژنه تایید کړو. موږ د هغوی له کورنیو سره په تماس کې یو او ټول ممکنه قونسلي خدمات برابروو.”

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزارت امریکایي وګړو ته د اوکراین د سفر او په جګړه کې د برخې اخیستنې په اړه خبرداری ورکړی و.

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.