ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه اتیا کلنه بېوزله مېرمن له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي

دایکنډي کې یوه اتیا کلنه بېوزله مېرمن له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
23 Jul 2022 - 16:28
دایکنډي کې یوه اتیا کلنه بېوزله مېرمن له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
23 Jul 2022 - 16:28

نیلي (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت په مرکز کې یوه مور چې ۸۰ کاله عمر لري او له اقتصادي ستونزو کړېږي، وايي چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره، هره ورځ سهار تر ماښامه د نیلي پر سړکونو پلې ګرځي.

دغه مېرمن سیمین نومېږي او د دایکنډي د خدیر ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، خو د اقتصادي ستونزو له امله د ولایت مرکز ته کډه شوې او اوسمهال په «پیرباغ» کلي کې اوسېږي.

دغه سپین سرې مېرمن زیاتوي، مېړه یې دوه کاله مخکې مړ شوی او یوازینی زوی یې پنځه کاله وړاندې پر نشه ­یي توکو روږدی شوی او له هغه وخت راهیسې ترې هیڅ خبر نه لري.

سیمین وویل: «له زوی مې ۶ اولادونه پاتي دي چې ټول سر او نیم سر ماشومان دي او له خیر ټولولو پرته د بل کار توان نه لري.»

د نوموړې په وینا، اوس اړه ده چې له معمول سره سم هره ورځ سهار وختي په وږي نس له کوره ووځي او په نیلي ښار کې د خلکو او خیریه موسسو دروازو ته ودرېږي، څو خپلو لمسیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ یوسي.

نوموړې څرګنده کړه، ورځې او میاشتې کېږي چې هره ورځ د موسسو تر دروازو ورځي، خو هيڅ بنسټ پاملرنه نه ده ورته کړې او له دې امله چې د سیمې شوراګانو په لېست کې نه ده نیولې، مرسته نه ورسره کېږي.

سیمین وویل، د زړښت او کمزورۍ له امله تېر کال له غره را ولوېده او معیوبه شوې هم ده، خو اوس له همدې حالت سره مجبور ده چې د نیلي ښار په لارو او کوڅو کې ګدايي وکړي.

هغه وايي، په یوه کرايي خونه کې ژوند کوي چې د کور مالک هره میاشت زر افغانۍ ترې اخلي، خو اوس څلور میاشتې کېږي چې دغه پیسې یې نه دي ورکړې او ښايي له کوره یې وباسي.

نوموړې وایي، مخکې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و او د هغې لاسنیوی یې کاوه، خو اوس هيڅوک پیسې او شتمني نه لري او ټولو خیریه مرستو ته سترګې نیولې دي.

دغه مېرمن اوس د دایکنډي له سیمه­ ییزې ادارې او خیریه بنسټونو غواړي چې کور ته یې ورشي او لږ تر لږه د ژوند وضعیت یې له نږدې وګوري.

له بلې خوا، د دایکنډي د سیمه ­ییزې ادارې مسوولین وايي، هغوی د ټولو اړمنو خلکو عرایضو او غوښتنو ته پاملرنه کوي.

د دایکنډي سرپرست والي حاجي طالب وویل: «هر اړمن کس باید خپله عریضه سیمه­ ییزې ادارې ته وسپاري او د ولایت له حکم وروسته، دغه عریضه د طي مراحلو لپاره موسسو ته استول کېږي.»

 

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.