کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د تاشکند کنفرانس ته چې ټاکل شوې سبا جوړ شي، د ګډون کوونکي پلاوي ترمنځ د ښه چمتووالي په موخه مقدماتي ناسته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د افغانستان په اړه دغه نړۍوال کنفرانس د زمري میاشتې په درېیمه او څلورمه د دوو ورځو لپاره د شلو هېوادونو د استازو په ګډون جوړېږي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ولادیمیر ناراف مخکې ویلي وو، تمه ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت یو پلاوی به په دې غونډه کې د افغانستان په محوریت ګډون وکړي.
هغه ویلي: «د طالبانو ګډون په دې ناسته کې په دې معنا نه دی چې موږ هغوی پر رسمیت پېژنو؛ موږ غواړو له دې لارې د دغه هېواد اوسنیو چارواکو ته خپل پیغام ورسوو. د دې غونډې موخه دا ده چې د تاشکند د غونډې په چوکاټ کې هغوی خپلې نړۍوالې ژمنې عملي او په هغه کې لاسلیک شوي تړونونه ومني.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، تېر ماښام په ستوري ماڼۍ کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د تاشکند کنفرانس ته د ګډون کوونکي پلاوي ترمنځ د ښه چمتووالي په موخه مقدماتي ناسته وشوه.
سرچينې په دې اړه نور جزئیات چې دې غونډه کې به د افغانستان له حکومت څوک او څومره کسان ګډون کوي، نه دي ورکړي.
Visits: 108
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن