ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د برګمټال ګرمه چینه؛ هر کال سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ورځي

د نورستان د برګمټال ګرمه چینه؛ هر کال سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ورځي

author avatar
31 Jul 2022 - 17:33
د نورستان د برګمټال ګرمه چینه؛ هر کال سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ورځي
author avatar
31 Jul 2022 - 17:33

پارون (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د نورستان د برګمټال ولسوالۍ ګرمې چینې ته هر کال سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ورځي خو وايي، هلته لازمې اسانتیاوې نشته.

هغوی شکایت کوي چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک خام دی، چینې ته څېرمه د مسافرو لپاره هوټلونه نشته، دغلته د لمبېدو لپاره منظم حوضونه نه دي جوړ شوي چې له امله یې دغې سیمې ته ورغلي ناروغان له ستونزو سره مخ کېږي.

د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د کافرکوتل او سپینې څوکې په لمنه کې د اوبو د ډک خوړ پر غاړه په یخه هوا کې راوتونکې ګرمې اوبه د «ګرمې چینې» په نوم یادېږي .

دغې چینې ته د برګمټال ولسوالۍ له مرکزه څلور ساعته د موټر او درې ساعته پلې لار ده چې خلک دا ټول کړاو د خپلو ناروغیو د درملنې په موخه زغمي.

د معلم مسلم په نوم یو کس چې له کامدېش ولسوالۍ دغې سیمې ته د نورو ناروغانو د لارښوونې لپاره راغلی، وایي چې په دې چینه کې لمبېدل د بېلابېلو ناروغیو علاج دی.

هغه وايي، د پوستکي، روماتیزم او معدې ناروغان په دې چینه کې له لمبېدو وروسته رک روغ بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

ده وویل: «تېر کال له یوه شدید ناروغ سره ګرمې چینې ته راغلی وم، لارښوونه مې یې کوله، هغه د روماتیزم ناروغي لرله، د مفصلونو او بندونو د درد له امله یې پلی تګ نه شو کولای، خو کله چې یې په دې چینه کې ولامبل نو د اس له سپرلۍ انکاري شو او په خپلو پښو یې دوه- درې ساعته پلی مزل وکړ.»

د نوموړي په وینا، ګرمې چینې ته چې کوم ناروغان د درملنې لپاره راځي، ناهیلي نه ځي؛ راتلونکی کال د خپل کلي له لسګونو نورو ناروغانو سره راځي او د الله ج په فضل روغېږي.

ذکریا بیا له خپل ناروغ پلار سره د نورستان له دواب ولسوالۍ څخه د برګمټال ګرمې چینې ته راغلی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له نږدې څلور ورځې ستړي کوونکي سفر وروسته یې خپل اویا کلن پلار چې د پوستکي له ناروغۍ کړېږي، دلته راوستلی او تمه لري چې روغ به بېرته ستون شي.

دی زیاتوي، درې ورځې یې په موټر کې مزل وکړ او یوه ورځ یې پر اس په لوړو او ژورو کې مزل وکړ چې بالاخره یې دغې چینې ته ځان را ورساوه.

هغه وايي، تېر کال د دوی له کلي څخه یو شمېر ناروغان دغې چینې ته راغلي وو او دلته په لامبلو روغ شوي وو نو ځکه دوی هم تصمیم ونیو چې خپل پلار د درملنې لپاره دلته راولي.

د احسان الله په نوم یو موټر چلوونکی چې له مسافرو سره دغې چینې ته راغلی وايي، دې ورته ګرمه چینه د دغه غره  شا ته او د ډیورنډ کرښې پورې غاړه په چترال سیمه کې هم شته خو توپیر یې دومره ده چې هلته د لامبلو لپاره ډنډونه جوړ شوي او پوخ سړک ور غځېدلی، دغه راز هلته د چینې ترڅنګ د پاتې کېدو لپاره هوټلونه هم شته.

دی وايي، د دې چینې اوبه ډېرې دي خو ستونزه دا ده چې د لامبلو لپاره په کې ډنډونه نه دي جوړ شوي او سړک یې هم خام دی.

د ده په خبره، که یادې ستونزې حل شي نو دغې چینې ته د راتلونکو ناروغانو شمېر به څو برابره ډېر شي.

د نورستان د اطلاعاتو او کتلور رییس مولوي سمیع الحق حق بیان چې دغه چینه یې له نږدې لیدلې، وايي اړوند چارواکي به د چینې له ارزښت او دغلته له شته ستونزو خبر کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، ګرمې چینې ته د غځېدلې سړک پخول او دغه چینه د حوضونو جوړول یې لومړیتوب دی.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې په دې سیمه کې به د یوه مناسب هوټل جوړولو په موخه خلک پانګونې ته وهڅوي.

د برګمټال ولسوالۍ ګرمه چینه/ ګرمه چشمه ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په غرنۍ سیمه کې ده چې چترال سیمې ته نږدې پرته ده.

دغلته وخت ناوخت زښته ډېره واوره کېږي او غزنۍ لارې د کال په ډېرو فصلونو کې بندې وي.

 

Visits: 209

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.