ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
6 Aug 2022 - 17:59
تېره اونۍ په افغانستان کې ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
6 Aug 2022 - 17:59

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): تېره اونۍ د هېواد په کچه ۵۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ د وژل شوو له ډلې یو یې ایمن‌الظواهري و چې د وژلو خبر یې د نړۍوالو رسنیو سرټکي جوړول.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اونۍ د امریکا په بې‌پیلوټه برید کې د ایمن‌الظواهري د وژلو خبر د نړۍوالو رسنیو سرټکي جوړ کړل.
  • ځینو هېوادونو له دغه خبر هرکلی وکړ، خو چین وویل، د ترهګرۍ ضد همکارۍ باید د هېوادونو حاکمیت زیانمن نه کړي.
  • د افغانستان په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د امریکا د یاد برید په غبرګون کې لاریونونه وشول.
  • د م.م پراختیایي اداره: افغانستان له ننګونو سره سره په ناهیلي حالت کې نه دی.
  • تېره اونۍ افغانستان ته ۸۰ ميليون ډالر نغدي بشري مرستې راورسېدې.
  • ځینو سرچینو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو له شپږم پورته ټولګیو د پیل غوښتنه وکړه.
  • انس حقاني: د نجونو ښوونځیو تړل کېدو مسئله تلپاتې نه‌ ده؛ حل به شي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان وو.

د راپور له مخې، تېره ورځ د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د سرکارېز سیمه کې چاودنې اته عام وګړي ووژل او ۱۸ نور يې ټپيان کړل. راپورونه ښیي چې د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

دغه راز امنيتي چارواکي وايي، تېره اونۍ د کابل ښار درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د عملياتو په پایله کې څلور وسله‌وال او د یوې ښځینه پولیسې په ګډون دوه پولیس ووژل شول او څلور نور ټپيان وو.

ځینو سرچینو ادعا کړې چې ناپېژاندو وسله‌والو په کابل کې دوه کسان وژلي چې يو يې د کابل د استقلال روغتون د نرسنګ څانګې پخوانی مدیر و.

د راپور له مخې، وسله‌والو غلو په پروان کې يو صراف او ناپېژاندو وسله‌والو په کونړ، غور او ننګرهار کې څلور کسان وژلي دي.

دغه راز د ناچاودو توکو چاودنو له امله په هلمند او لوګر کې اته کسان ټپيان وو او په پروان کې يو کس د ماين په چاودنه وژل شوی و.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دايکنډي کې له حکومته يو «ياغي» کس په زندان کې ځانوژنه کړې او په نيمروز کې د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله يو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان وو.

چارواکي زیاته کړې وه چې د ډایکنډي زندان کې یاد بندي ویلي وو چې ناروغ دی، وروسته ډاکټر په زندان کې ورته سیروم تطبیق کړی و، خو بندي د یاد سیروم له پیپه په استفادې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

د یادونې ده، د یادې مرګ‌ژوبلې شمېره پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې او کېدای شي پژواک د ځینو پېښو په اړه راپور نه وي ترلاسه کړی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ايمن الظواهري د وژلو خبر

تېره اونۍ، یکشنبه سهار شپږنیمې بجې د کابل ښار لسمې حوزې اړوند د شېرپور په سیمه کې بريد وشو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه مهال وویل چې په سیمه کې یو توغندی لګېدلی، خو زیان نه لري.

خو د سې‌شنبې په شپه د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان وکړ چې یاد برید د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید و او په کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت په لومړۍ ورځ پرته له دې چې د ايمن ‌الظواهري د وژلو په اړه څه ووايي، په شېرپور کې يې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړ او دغه کار یې د ملي حاکمیت، نړۍوالو اصولو او د دوحې د هوکړې خلاف عمل وباله.

وروسته کابل اعلامیه خپره کړه: «د روان ۱۴۴۴ هـجري قمري کال د محرم میاشتې په دویمه نېټه په کابل کې پر یوه مسکوني کور هوايي برید ترسره شو، په تعقیب یې دوه ورځې وروسته د امریکا جمهور رییس جوبایډن ادعا وکړه چې په دغه برید کې یې د القاعده مشر ډاکټر ایمن‌الظواهري په نښه کړی، د افغانستان اسلامي امارت د ایمن‌الظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.»

سرچينې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله دې هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.

غبرګونونه

د راپورونو له مخې، کاناډا او سعودي د ياد بريد هرکلی کړی، پاکستان د ایمن الظواهري د وژلو نه هرکلی کړی او نه یې غندلی، یوازې دومره یې ویلی چې دوی هر ډول ترهګري غندي. دغه راز اروپايي ټولنې ویلي، د ایمن‌ الظواهري د وژلو اعلان د کابل پر نیت شکونه راپورته کړي خو چین په دې تړاو وویل چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ باید د نورو هېوادونو حاکمیت زیانمن نه کړي.

له ياد بريد وروسته د امریکا متحده ایالتونو خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې بهر د سفر پر مهال ډېر محتاط اوسي؛ ځکه چې د امریکا ضد تاوتریخوالي احتمال ډېر شوی دی.

دغه راز، قطر له افغانستان او امریکا غوښتي چې د دوحې تړون ته ژمن و اوسي او لاسته راوړنې یې وساتي. پاکستان په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو د پوښتنو پر غبرګون چې دا بې‌پیلوټه الوتکه له پاکستان، قطر او یا هم بل کوم هېواد څخه پورته شوې ویلي، پر الظواهري برید کوونکې بې‌پیلوټه الوتکه له پاکستانه نه وه پورته شوې.

تېره ورځ په کابل، نيمروز، جوزجان، اروزګان، فراه، سمنګان، هلمند، پکتيکا، بدخشان، ننګرهار، کندهار، خوست، بادغیس، بلخ، لوګر او څو نورو ولایتونو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د یاد برید په غبرګون کې خلکو لاریونونه وکړل، دغه برید يې وغانده او دا کار يې د افغانستان پر خاوره تېری وباله.

د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل

تېره اونۍ، د ازبکستان د چارو ادارې مشر سردار عمرزاکوف د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ د سروې چارې به روانه اونۍ په افغانستان کې پيل شي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د قشقري د تېلو د استخراج په موخه د نفت او ګاز د استخراج چينایي (اکسوس) کمپنۍ د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت ترمنځ د شل سلنه شراکت په ملتیا تړون لاسليک شو. جاپان بيا په افغانستان کې د دغه هېواد د نیمګړو پروژو بشپړولو ډاډ ورکړ او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې وویل، افغانستان له ننګونو سره سره په ناهیلي حالت کې نه دی او دغه اداره یې هم د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.

تېره اونۍ افغانستان ته ۸۰ ميليون ډالر نغدي بشري مرستې رارسېدلي دي.

د نجونو له شپږم ټولګي پورته ټولګیو پرانیستو په تړاو بېلابېلې څرګندونې

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، افغانستان ته د پاکستاني عالمانو د پلاوي يوه غړي ویلي وو، د افغانستان سرپرست حکومت ژمنه کړې چې ډېر ژر به د نجونو ښوونځي پرانیزي. همدارنګه په کابل کې د مېرمنو له حقونو د دفاع يو شمېر بنسټونو له حکومته وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د اسلامي امارت یوه لوړپوړي غړي انس حقاني ویلي، د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو مسئله تلپاتې نه‌ ده او حکومت به د یو لړ کارونو له ترسره کولو وروسته دا ستونزه حل کړي.

Visits: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.