ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۴۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۴۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
14 Aug 2022 - 16:12
تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۴۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
14 Aug 2022 - 16:12

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): تېره اونۍ د هندي ډیپلوماتانو یوه ډله کابل ته راغله، چین او هند په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر هڅو ټینګار وکړ، د نړۍ لسګونو اقتصادپوهانو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او اشرف غني وویل چې اوس هم د افغانستان ولسمشر دی.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د هندي ډیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده.
  • چین او هند وایي، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خبرو ته دوام ورکوي.
  • متقي: له ايران سره د اقتصادي اړيکو د پياوړتیا وخت رارسېدلی دی.
  • د نړۍ ۷۱ اقتصادپوهانو پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي.
  • اشرف غني: زه اوس هم د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر یم.
  • په شپږو ولایتونو کې پر کابل د امریکا هوایي برید وغندل شو.
  • کرزی وایي، پاکستان په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو په بندولو کې لاس لري.
  • مجاهد: د نجونو د ښوونځیو مسله دیني اړخ او په افغانستان کې دننه د علماوو توافق ته اړتیا لري.
  • تېره اونۍ افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو.

د راپور له مخې، د کابل ښار د «پل سوخته» سیمې په چاودنه کې دوه عام وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي. دغه‌راز يو ديني عالم په کابل کې خپله مدرسه کې د یوې چاودنه له امله ژوند بایلود.

همداراز امنيتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو په ننګرهار کې يو قومي مشر او په لوګر کې د يوې مېرمنې په ګډون درې ملکيان وژلي دي.

د راپور له مخې، په فراه کې يوه ځوان خپل ملګری د تومانچې په ډزو وژلی، د یو کس مړی په نيمروز کې او د بل په تخار کې د کوکچې سيند کې موندل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، په کندوز کې يو «وسله‌وال غل» له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، په بدخشان کې د ماين چاودنې د دوو امنيتي ځواکونو په ګډون پنځه کسان ټپيان کړي او په لوګر کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

ځینو پاکستانیو او نورو نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې په پکتيکا کې د تحریک طالبان پاکستان يو مشر عمرخالد خراساني له دوو نورو قوماندانانو سره او په کونړ کې د یاد تحریک يو قوماندان عبدالرشید، د ماین په چاودنو کې وژل شوي دي. د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې او کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له افغان حکومت سره تعامل

تېره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر وویل، له سفیر پرته د هندي ډیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده. هغه ويلي چې دغه ډله «له افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر» استول شوې ده.

راپورونه ښيي چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، په هند کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې او دواړو لورو هوکړه کړې چې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به اړیکو او خبرو ته دوام ورکوي.

دغه‌راز د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ له افغان چارواکو سره د ليدنې پر مهال ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په کم وخت کې مهم کارونه ترسره کړي دي.

دغه‌راز، تېره اونۍ د متحده عربي اماراتو حکومت ۱۵ افغان بندیان خوشي کړل او د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د ليدنې پر مهال وویل چې له ايران سره د اقتصادي اړيکو د پياوړتیا وخت رارسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی پر ځینو موضوعاتو د خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي.

د کنګل شويو پيسو د خلاصون غوښتنه

تېره اونۍ د امریکا، جرمني، بریتانیا، هندوستان او د نړۍ ۷۱ اقتصادپوهانو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي، افغانستان ته له بې‌سارو بشري مرستو سره سره د دغه هېواد وګړي لا هم نړۍوالو مرستو سخته ته اړتیا لري او دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان له فقر سره مخ دي.

اشرف غني: «د دوحې تړون یوه غمیزه وه»

تېره اونۍ، د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه مرکه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا پر مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کلکې نیوکې وکړې، د دوحې تړون یې یوه «غمیزه» وبلله او ویې ویل: «د اساسي قانون پر بنسټ زه اوس هم ولسمشر یم.»

د امريکا د هوايي بريد غندنه

د امریکا ولسمشر وړمه اونۍ اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې کابل کې وژل شوی دی. د افغانستان سرپرست حکومت دغه برید تایید کړی خو ویلي یې دي چې دلته د ایمن الظواهري د راتلو او اوسېدو په اړه معلومات نه لري او د پېښې مختلف اړخونه څېړي.

د دغه بريد په غبرګون کې تېره اونۍ په پنجشیر، بامیان، فاریاب، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې خلکو او صرافانو یاد برید وغانده او دا یې د نړۍوالو قوانينو خلاف عمل وباله. تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته لاریونونه شوي وو.

د راپورونو له مخې، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ته په اشاره وویل: «د یکشنبې برید یوازې د ظواهري د وژلو هڅه نه وه، دا پر ټول افغان ملت، استقلال، خپلواکۍ او ملي حاکمیت برید و، ټول افغانان دا غندي، دا یو ترهګریز برید و چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې تر اوسه امریکا د الظواهري د وژلو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی، دغه برید ته په اشارې یې وویل چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.

د نجونو ښوونځي د بندېو په تړاو بېلابېلې څرګندونې

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د منځنيو او لېسې ښوونځيو د تړل کېدو په اړه د المان له «شپیګل» مجلې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو په ممنوعيت کې لاس لري او دغه پرېکړه د اسلام د دین پر بنسټ نه بلکې د پاکستان په «دستور» شوې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دا مسله دیني اړخ لري او په افغانستان کې دننه د علماوو یوه توافق ته اړتیا لري.

په ورته مهال، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزير نورالله منيب ویلي چې په اطرافي سیمو کې د نجونو ښوونځيو د خلاصون پر وړاندې لوی خنډ کلتوري محدوديتونه دي.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.