اټلانټا (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): امریکایي چارواکو ویلي چې د افغانانو لپاره د بشردوستانه پروګرام په اډانه کې دغه هېواد ته د دوی د لېږدولو پر پروسې له سره کتنه کوي.
تېر کال په اګست کې، له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۵زره افغانان خپل هېواد ته د بشردوستانه پروګرام (Humanitarian Parole) له لارې ولېږدول؛ که څه هم اوس د تخلیې پروګرام درېدلی، خو ځینو افغانانو دغه پروګرام ته غوښتنلیکونه ورکړي او یو شمېر کسان اوس هم لېږدول کېږي.
امریکا غږ د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې، خبر ورکړی چې له کمې استثنا پرته به امریکا د بشردوستانه پروګرام بهیر دروي او په بدل کې به یې د امریکایي وګړو د کورنیو، د دایمي اقامې د اسنادو او د کډوالو د ځانګړو ویزو [SIV] لرونکو او له خطر سره مخ افغانان لېږدوي.
دغه چارواکي زیاته کړې: «پوهېږو چې د کورنیو یوځای کېدل افغانانو، هغو کسانو ته چې په دې اړه اندېښنه لري، په هېواد کې د مدافعانو او متقاعدو نظامیانو ډلو او همداراز موږ ته عالي لومړیتوب دی.»
د راپور له مخې، د امریکا متقاعدو پوځیانو په تېر یو کال کې د افغانانو د انتقال په بهیر کې مهم رول لوبولی دی. له افغانستانه له تېر کال راهیسې د تخلیې په پروګرام کې څه باندې ۱۲۵زره کسان چې ډېری یې افغانان وو، له دغه هېواده ایستل شوي دي. له دې ډلې څه باندې ۹۰ زره کسان امریکا ته لېږدول شوي دي.
بلخوا رویټرز اژانس خبر ورکړی چې د دغه پروګرام بیا ارزونه د افغانانو د انتقال د ایتلاف او دولت ترمنځ له خبرو وروسته کېږي. د تخلیې د پروګرام په ایتلاف کې هغه ډلې شاملې دي چې په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو مسایل مخې ته وړي او اسانه کوي.
د دغه ایتلاف مشر شان واندیور ویلي: «دا زموږ لپاره یو لوی اقدام دی.»
د نوموړي په وینا، دولت باید د ځانګړو ویزو لرونکو افغانان د انتقال بهیر چټک کړي او الوتنې هم ډېرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له خطر سره مخ افغانانو د لېږد بهیر چټکوي، خو د امنیتي دلایلو له امله په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د دغه وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي : «هڅه کوو چې امریکايي اتباعو، د امریکا د دایمي اقامې د اسنادو لرونکو، د مهاجرت د ځانکړو ویزو لرونکو، افغان همکارانو او نورو واجد شرایط کسانو او کورنیو ته یې، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، یوه خوندي لاره پیدا کړو.»
دغه ویاند زیاته کړې، پر شرایطو برابر افغانانو او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لرونکو د انتقال بهیر د چټکتیا لپاره یې سرچینې او امکانات هم ډېر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت وايي، عمومي بښنه يې اعلان کړې، په هېواد کې د ټولو ژوند خوندي دی او هغه افغانان دې هم بېرته خپل هېواد ته راشي چې بهر ته تللي دي.