منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان د اسیا جام سیالیو د دویم پړاو لوبه له افغانستان څخه وګټله

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۸ کتنې

پاکستان اسیا جام سیالیو دویم پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ اسیا جام سیالیو دویم پړاو  لوبو کې پاکستان افغانستان ته د یوې ویکټې په توپیر سره ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې نوبت ورکړ چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۳۵، حضرت الله ۲۱، راشد ۱۸ او ګربز ۱۷ منډې وکړې.

پاکستان یاد هدف په شلم اور کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د یوې وېکتې په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فاروقي درې، فرید ملک درې او راشد خان بیا دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

له دغې بریا وروسته پاکستان او سریلانکا پای لوبې ته ووتل.

افغانستان د کرکټ اسیا جام سیالیو کې به خپله وروستۍ لوبه سبا د هند پر وړاندې تر سره کوي.