ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان مینه‌وال: د کرکټ نړۍواله شورا دې پر اصف‌علي بندیز ولګوي

افغان مینه‌وال: د کرکټ نړۍواله شورا دې پر اصف‌علي بندیز ولګوي

author avatar
8 Sep 2022 - 02:11
افغان مینه‌وال: د کرکټ نړۍواله شورا دې پر اصف‌علي بندیز ولګوي
author avatar
8 Sep 2022 - 02:11

اټلانټا (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ اسیا جام سیالیو دویم پړاو لوبې پر مهال پاکستاني لوبغاړي پر افغان لوبغاړي د بېټ په وسیله د ګوزار هڅې د مینه‌والو غوسه راپارولې ده.

پرون د اسیا جام سیالیو دویم پړاو کې افغانستان او پاکستان لوبه درلوده، له لوبې مخکې، پر مهال یې او له لوبې ورسته د افغان او پاکستاني لوبغاړو او د دې دواړو لوبډلو مینه والو ترمنځ په ټولنیزو شبکو کې سختې ناندرۍ روانې دي.

د لوبې په نولسم اوور کې پاکستاني لوبغاړي اصف علي پر افغان توپ اچوونکي فرید ملک شپږیزه ووهله، خو په ور پسې بال وسوځېد.

د اصف علي له سوځولو وروسته فرید ملک له معمول سره سم د خوښۍ څرګندونه وکړه، خو اصف علي ورپسې وګرځېد او بېټ یې ورپسې پورته کړ خو نورو افغان لوبغاړو یې مخه ونیوه.

له یادې پېښې وروسته په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو مینه‌وال د یو بل پر ضد پوسټونه ولگول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د کرکټ افغان مینه‌وال په ټولنیزو شبکو کې د اصف علي پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی او د کرکټ له نړۍوالې شورا غواړي چې پر هغه دې بندیز ولګول شي.

https://twitter.com/amarkhil2/status/1567609356996288518?s=20&t=XMlp_d3tHcWOtN04F530Zw

د صدیق امرخېل په نوم یو افغان په ټویټر کې لیکلي، پر اصف علي باید بندیز ولګول شي، هغه له فرید ملک سره د یوه ترهګر په توګه چلند کړی دی.

د بادام احمدزي په نوم بل افغان په ټویټر کې لیکلی، اصف علي د کرکټ ښکلې لوبې سپکاوی کړی، باید بندیز پرې ولګول شي.

هغه د اصف علي یو پخوانی عکس هم خپور کړی چې له افغانستان سره د لوبې پر مهال یې خپل بېټ سره د ټوپک په څېر افغان لوبغاړي ته نیولی و.

د بشیر غروال په نوم د کرکټ بل افغان مینه‌وال په یوه ټویټ کې لیکلي، د اصف علي چلند د کرکټ له جذبې خلاف عمل دی، دا لومړی ځل نه دی چې هغه دا ډول چلند کوي، یوه ماشومانه عمل یې کړی دی.

افغان ژورنالېست خالد امیري هم د کرکټ له نړۍوالې شورا غوښتي چې پر اصف علي بندېز ولګوي او ویلي یې دي چې هغه پخوا هم دا ډول کړي دي.

د هغه په وینا، اصف علي له شرمه ډک او غیر اخلاقي عمل ترسره کړی دی.

ګلستان شینواري بیا په فېسبوک کې لیکلي، اصف علي پر فرید ملک د فزیکي برید له کبله لږ تر لږه د یوې راتلونکې لوبې له بندیز سره مخامخېدلی شي.

هغه زیاته کړې، د نړۍوالو لوبو موخه له ولسونو سره نږدې کول وي او دا ډول کړنې یې تر منځ کرکه خپروي چې د منلو نه دي.

افغان ژورنالېست مطیع الله عابد لیکلي، کرکټ د اشرافو لوبه ده، د کرکټ نړۍواله او اسیايي شورا باید د هر قسم بد او ناسم چلند مخه ونیسي.

د پاکستان مشهور ژورنالېست حامد میر بیا د خپل لوبغاړي ننګه کړې او د فرید ملک پر ضد یې پوسټونه کړي او ادعا یې کړې چې د فرید ملک کبر لوبه کې د افغان لوبډلې د ماتې لامل شو.

خو افغان ژورنالېست جعفر هاند حامد میر ته په ځواب کې لیکلي: “په میدان کې چې څه پېښېږي، همالته یې لوبڅاران په اړه قضاوت او پرېکړه کوي، د یو بل هېواد ملي لوبغاړي ته دا ډول کلمات کارول له تا سره نه ښایي، له هر لوبې وروسته لوبغاړي یو بل ته سره لاس ورکوي چې دا په خپله موږ ته د درناوي درس راکوي.”

د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستمدار محسن داوړ په ټویټر کې لیکلي، د کرکټ له لوبې په استفادې او پلمې له افغانانو سره تبعیض او توکمپالنه د بې شرمۍ وروستی حد دی.

هغه زیاته کړې: “له پاکستان سره د افغانانو مشکل د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د لسیزو اوږدې پالیسۍ پر مټ ناوړه لاس وهنه ده او مخکې له دې چې افغانانو ته سپکاوی وکړئ، لومړی خپل ځانونه وڅېړئ.”

Visits: 4193

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.