ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نبي: د لوبې وروستیو شېبو کې مو احساسات کنټرول نه شوای کړای

نبي: د لوبې وروستیو شېبو کې مو احساسات کنټرول نه شوای کړای

author avatar
8 Sep 2022 - 00:20
نبي: د لوبې وروستیو شېبو کې مو احساسات کنټرول نه شوای کړای
author avatar
8 Sep 2022 - 00:20

اټلانټا (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي وایي چې دوی یو ځل بیا د لوبې په وروستیو شېبو کې خپل احساسات کنټرول نه شوای کړای.

هغه دا څرګندونې نن د اسیا جام کرکټ سیالیو دویم پړاو په یوه لوبه کې پاکستان ته له بایللو وروسته د جایزو وېشلو مراسمو پر مهال وکړې.

د دې مهمې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې افغانستان د توپوهنې بلنه ورکړه، افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۱۳۰ هدف ورکړ.

پاکستان په لومړیو کې مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د لوبې په منځ کې یو څه ښه شول، داسې ښکارېده چې لوبه په اسانۍ وګټي، خو له ۱۵ اوور وروسته پاکستان پنځه پرله پسې لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه بېرته د افغانستان په طرف شوه.

خو په وروستي اوور کې چې د پاکستان نهه لوبغاړي سوځېدلي وو او ۱۲ منډې په کار وې، فضل الحق فاروقي لومړي دوه توپونه فولټاس واچول او پاکستاني لوبغاړي نسیم شاه پر دواړو شپږیزې ووهلې او لوبه یې وګټله.

افغان لوبډلمشر محمدنبي له لوبې وروسته وویل چې لوبغاړو یې دا ځل په توپ اچونه او ډګر ساتنه کې ښه وځلېدل، خو یو ځل بیا یې لوبه په ښه توګه پای ته ونه رسوله.

هغه زیاته کړه: “د لوبې په هیڅ برخه کې تسلیم نه شوو، خو  په وروستیو شېبو کې موږ احساسات کنټرول نه شو کړای.”

د نبي په وینا، د ۱۳۰ منډو هدف ترلاسه کول سخت و، ډګر ساتونکو هم ښه ملتیا وکړه.

دی وایي: “په وروستیو شېبو کې مو توپ اچوونکو ته دوه اپشنونه ورکړي وو چې یا سست توپ واچوئ او یا هم یارکر، خو له بدله مرغه لکه څنګه چې اړتیا وه، داتوپونه سم وانه چول شول.”

افغان لوبډلمشر وویل چې سبا به له یوې نوې انرژۍ سره میدان ته کوزېږي.

ټاکل شوې چې سبا افغانستان خپله وروستۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.

Visits: 8005

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.