ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان سفر په وروستۍ ماتې سره پای ته ورسېد

د کرکټ اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان سفر په وروستۍ ماتې سره پای ته ورسېد

author avatar
8 Sep 2022 - 22:20
د کرکټ اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان سفر په وروستۍ ماتې سره پای ته ورسېد
author avatar
8 Sep 2022 - 22:20

اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱) : د شل اووریز کرکټ اسیایي جام سیالیو په دویم پړاو کې هندوستان افغانستان ته په ماتې ورکولو سره دواړه لوبډلې له دې سیالیو ووتلې.

د افغانستان او هندوستان وروستۍ لوبه نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هندوستان چې په دې سیالیو کې دومره ښه نه و، ځلیدلی ، د افغانستان پر وړاندې یې لوبغاړو ښه توپوهنه وکړه او په شل اوورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۲۲ منډې جوړې کړ.

د هند لخوا پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي سلیزه ووهله او ۱۲۲ منډې یې جوړې کړې، هغه درې کاله وروسته د کرکټ په کومه لوبه کې سلیزه ووهله.

د افغانستان له لوري یواځې فرید ملک دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي چې د پاکستان پر وړاندې تر پرونۍ لوبې وروسته ستړي هم وو، سم ونه ځلیدل او ټوله لوبډله په ۱۱۱ منډو وسوځېدله ،  یواځې ابراهیم ځدراڼ مقاومت وکړ او ۶۴ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې .

هند دا لوبه د ۱۱۰ منډو په توپیر سره وګټله. ویرات کوهلي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

ددې سیالیو په ګروپي سیالیو کې افغانستان بنګله دیش او سریلانکا ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لاره وموندله، خو په دویم پړاو کې پاکستان ، سریلانکا او هندوستان له افغانستان لوبې وګټلې.

 

Visits: 221

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.