ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او لوګر کې له زرګونو سېلاب‌ځپلو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وشوه

کندهار او لوګر کې له زرګونو سېلاب‌ځپلو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وشوه

کندهار ښار، پل‌علم (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ۶زره سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د نغدو پیسو او د لوګر په مرکز پل‌علم، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې له ۱۸۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زيد پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر سوداګرو ۱۰ میلیونه افغانۍ راټولې کړې او پر سېلاب‌ځپلو کورنیو یې د وېش لړۍ پيل شوې ده.

هغه زیاته کړه، هرې سېلاب‌ځپلې کورنۍ ته د یوې نړېدلې خونې پر سر ۳زره افغانۍ ورکول کېږي څو خپلې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

دی وايي، پر سېلاب‌ځپلو کورنیو د نغدو پیسو د وېش دا پروسه د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاستونو، د سپین بولدک د ولسوال او سوداګرو له خوا په بشپړه روڼتیا پر مخ وړل کېږي.

د سپین بولدک سېلاب‌ځپلې کورنۍ خوشحاله دي چې د نغدو پیسو مرسته ورسره کېږي خو وايي، باید د نړېدلو کورونو په جوړولو کې مرسته ورسره وشي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی رازمحمد چې سېلاب یې د کور ۸ خونې نړولې، وايي چې اوس‌مهال په کور کې د استوګنې لپاره یوازې دوې خونې لري او دومره توان نه لري چې بېرته یې جوړې کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «حکومت او مرستندویه موسسې دې زموږ سره زموږ د نړېدلو کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي، موږ په یوازې ځان خپل نړېدلي کورونه بیرته نشو جوړولای.»

وروستیو اورښتونو او سېلابونو د کندهار د سپین بولدک په ګډون، په ډېرو نورو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او ډېرې کرنیزې ځمکې او باغونه یې ویجاړ کړي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د لوګر په مرکز پل علم، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې پر ۱۸۰۰ سېلاب‌ځپلو او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوېل‌ختیځ زون رییس محمد الیاس ناصري په پل علم کې د مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ترکيې هېواد سرې میاشتې ټولنې او نړۍوال فدراسیون په مالي لګښت يې د لوګر په مرکز پل علم او خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

هغه زیاته کړه، په پل علم کې پر ۱۰۰ او په خوښۍ ولسوالۍ کې په ۴۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

دی وايي، په مرسته شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای، لوبیا، مالګه او د ماشومانو بسکویټ شامل دي.

دغه‌راز د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر ۱۳۰۰ بې‌وزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامل دي.

د خوښۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي خواني پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت او مرستندویه ادارې دې پر خوراکي موادو سربېره، د دایمي سرپناه په برخه کې هم د دغې ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

دغه‌راز د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد سالم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پر سلګونو بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې.

دی غوښتنه کوي چې پر دغې مرستې سربېره دې وزګارو کسانو ته د دایمي کار کولو زمینه هم برابره شي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.