کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): په کابل کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کانونو او فلزاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو او په نږدې راتلونکي کې به ورته نندارتون په دوبۍ کې هم جوړ شي.
یاد نندارتون د روبي نندارې او « BEST FRENDS TRAVEL» شرکتونو له لوري، د کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو وزارتونو او د کانونو خونې په همکارۍ جوړ شوى دى.
د یاد نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د روبي نندارې شرکت مسوول نقیبالله لاروي وویل، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دغه نندارتون کې ۵۰ غرفې اېښودل شوې چې ۱۵ یې د ښځو او پاتې نورې د سړيو لپاره دي.
نوموړی وایي، د ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۱۰۰ شرکتونو ورسره ژمنه کړې وه چې په دغه نندارتون کې به ګډون کوي، خو د ځېنو ستونزو له امله یې و نشو کولای چې برخه په کې واخلي.
د لاروي په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د کانونو او پټرولیم وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د کانونو او صنایع خونې په همکارۍ د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تر عنوان لاندې نندارتون په دوبۍ هم پرانیستل شي چې د ګاونډيو هېوادونو یو شمېر شرکتونه به په کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل چې د دوبۍ په نندارتون کې به د سیمې هېوادونو شرکتونو ته هم بلنه ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، حکومت د افغانستان د تولیداتو او اقتصادي ځانبسیاینې په برخه کې د هېواد په دننه او بهر کې د داسې نندارتونو ملاتړ کوي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال حسامالدین صابري سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د کانونو په برخه کې پانګهونه وکړي او دوی یې ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، دغه وزارت هڅه کوي څو په هېواد کې کانونه په مسلکي توګه استخراج کړي.
نوموړي دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې یاد وزارت غواړي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د چک لابراتوار جوړ کړي.
د کانونو وزارت مرستیال زیاته کړه، د ټاپي پروژې ټوليز موضوعات حل شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې هم پیل شي.
رحمانالله چې په یاد نندارتون کې غرفه لري، پژواک ته وویل، د دغه شان نندارتونونو جوړول د دوى توکو ته ښه بازار پيدا کوي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې دې دغه شان نندارتونونه جوړ کړي.











