Language

د کرکټ ملي لوبډله سبا له بنګله‌دېش سره لومړۍ تمریني لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): افغان کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې نړۍوال جام ته د چمتووالي په موخه، سبا (دوشنبه) خپله لومړۍ تمریني لوبه له بنګله‌دېش سره کوي.

د ۲۰۲۲ کال نړۍوال شل اووریز جام لومړۍ پړاو سیالۍ نن پيل شوې چې په لومړۍ لوبه کې نمیبیا سریلانکا ته ماتې ورکړه او د یاد جام دویم پړاو سیالۍ به د اکتوبر په ۲۲مه پیل شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو ته د چمتووالي په لړ کې سبا خپله لومړۍ تمریني لوبه له بنګله‌دېش سره کوي.

همدارنګه افغان لوبډله خپله دویمه تمریني لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د پاکستان له ټيم سره کوي.

د یادونې ده، په شل اووریز نړۍوال جام کې د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د اکتوبر په ۲۲مه، له انګلستان سره ده.